کمېسيون: نوماندان تر ۶ بجو د اعتراض وخت لري

Image caption د ټاکنو کمېسيون وايي د شمېرل شويو رايو له مخې ښايي ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندان د کابل په وخت د نن مازيگر تر شپږو بجو وخت لري چې د لومړنيو پايلو پر اعلان خپل اعتراض د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته وسپاري.

د دغو نتيجو له مخې له اتو واړو درېدلو کسانو څخه يوهم پر دې بريالى شوى نه دى چې له قانون سره سم پنځوس جمع يوه رايه چې د بري لپاره ضروري ده، تر لاسه کړي.

په کابل کې د بي بي سي خبريال ډېوېډ لاين وايي له هماغې ورځې چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې په ډاگه شوې، دا روښانه وه چې يوازې اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د گټنې رېښتونى چانس لري.

دواړو تر هغې راوروسته ټينگار کړى چې افغان ولس بايد د ټاکنو نتيجه وټاکي او له دويم پړاو نه د بچېدو له پاره بايد د پردې تر شا معاملې ونه شي.

خو د ټاکنو رياضي په زياتېدونکي ډول د ښاغلي عبدالله پر خوا وه او دى اوس پر خپلو انتخابونو غور کوي.

ده له ډاکټر احمدزي سره خپل واټن څه باندې ١٣ سلنې ته پراخ کړى او هيله لري چې د دوو نورو کانديدانو – زلمي رسول او عبد رب الرسول سياف رايې هم چې تر دوى وروسته تر ټولو ډېرې دي، ځانته ورماتې کړي.

ښاغلى عبدالله په ښکاره د اوسني ولسمشر حامد کرزي په اړه هم ډېر سخاوت کاروي، سره له دې چې پر ٢٠٠٩ کال يې ورته خورا کلکه سيالي بايللې وه.

د پردې تر شا تودې خبرې روانې دي او لا هم شونې بلل کېږي چې دويم پړاو ته تگ ضروري نه شي.

امنيتي ځواکونه به هم چې فکر کوي د دوبي په منځ کې ښايي تاوتريخوالى ډېر شي، د هوسايۍ ساه واخلي.

ورته مطالب