مجاهدین: د غویي اتمه قصداً له پامه غورځېدلې

Image caption ځینې جهادي مشران وایي، ځینې سیاسي کړۍ نه غواړي د مجاهدینو د بري ورځ ولمانځي

پوره دوه ویشت کاله وړاندې، پر همدې ورځ ـ د غوايي پر اتمه مجاهدین کابل ته ننوتل او په افغانستان کې یې خپل بریالیتوب اعلان کړ.

څو کاله وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ په ډېرو ځانګړو پوځي مراسمو کې لمانځل کېده خو شپږ کاله وړاندې، هغه مهال چې په کابل کې د همدې ورځې په مناسبت پر جوړې شوې غوڼدې برید وشو، د دغې ورځې لمانځل تر دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ پورې محدود شول.

افغان چارواکي وايي، سږکال یې د امنیتي دلایلو له مخې، د دغې ورځې په مناسبت هېڅ ډول غونډه نه ده جوړ کړې.

خو د مجاهدینو پخواني مشران دغه کار سیاسي بولي.

لکه چې حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې کاږي، شپږ کاله وړاندې، په ۱۳۸۷ کال کې د غوايي پر اتمه، په کابل کې پر شاندارې غونډې د طالبانو وسله وال برید وشو.

هغه مهال حکومت د مجاهدینو د بري شپاړلسمه کلیزه لمانځله.

د برید پر مهال د ولسي جرګې د یوه غړي په ګډون دوه کسان ووژل او لس نور ټپیان شول.

له دغه برید وروسته، دغه ورځ یوازې د ملي دفاع وزارت په انګړ کې لمانځل کېده او هغه هم په داسې بڼه چې یوازې د خپلواکۍ پر څلي د ګلونو ګېډۍ اېښودل کېدې.

افغان حکومت وايي، د امنیتي دلیلونو له مخې یې د دغو مراسمو لمانځل محدود کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي چې څو کاله د دغو مراسمو د همغږۍ مشر پاتې شوی وايي، سږ کال هېڅ ډول مالومات نه لري.

خو په افغانستان کې جهادي مشران بیا وايي چې په حکومت کې ځینې کړۍ هڅه کوي چې له دغې تاریخې ورځې سترګې پټې کړي.

واقیف حکیمي، چې د جمعیت د ګوند له مهمو غړو څخه دی، بي بي سي ته وویل چې شپږ کاله وړاندې د ثور پر اتمه وسله وال برید هسې بهانه ده.

اوس د ده په باور ځینې سیاسي کړۍ نه غواړي چې دغه ورځ ولمانځله شي.

د افغانستان بل جهادي مشر، قاضي محمد امین وقاد وايي په حکومت کې د څو ډلو جوړېدل د دې لامل شو چې د غوايي اتمې جشن له پامه وغورځي.

ښاغلی وقاد په حکومت کې له هغو چارواکو ګیلمن دی، چې ځانونه جهادي ډلو ته منسوب ګڼي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وايي د دغه محدودیت تر شا یوازې امنیتي اندېښنې دي، نه سیاسي.

د دغې ادارې ویاند، جواد جاوید بي بي سي ته وویل چې په بشپړ ډول د دغې ورځی درناوی کېږي او له همدې امله دغه ورځ عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

که څه هم په دولتي کچه دغه ورځ ونه لمانځل شوه، خو بیا هم ځینو کوچینو ډلو پر دغه ورځ غونډې جوړې کړې وې.

دغو غونډو ته یوازې د ګوتو په شمېر رسنۍ ورغلې وې او خبري پوښښ یې هم پیکه و.

د جهادي ډلو یو شمېر مشران په دې باور دي چې دغې ورځې ته د حکومت نه پاملرنه، سمه خبره ده او ښایي سیاسي انګیزې هم ولري.

ورته مطالب