دفاع وزات: پکتيکا کې '' ۴۹'' وسلوال وژل شوي

Image caption لغمان کې وسلوالو درې سيمه ييز پوليس وژلي دي

افغان چارواکي وايي په سویل ختيځ پکتيکا ولايت کې وسلوالو د افغان ځواکونو پر يوې پوستې د بريد پر مهال پنځه سرتېري وژلي دي.

د پکتيکا ولايت مقام له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې افغان ځواکونو په ځوابي بريد کې له ۴۰ ډېر وسلوال وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت هم اعلان کړی، چې لسګونو وسلوالو د پکتيکا په زيړوک ولسوالۍ کې د پوځ پر يوې پوستې بريد کړی دی.

دفاع وزارت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، وسلوالو د شپې مهال د زيړوک په ولسوالۍ کې پر يوې پوستې بريد کړی، چې له امله يې څلور سرتېري وژل شوي دي.

دوی زياتوي په دغه بريد کې يو سرتېری د وسله والو له لوري نيول شوی او پنځه نور ټپيان دي.

وزارت ادعا کوي چې افغان پوځيانو له نورو افغان ځواکونو مرسته وغوښته او په پایله کې يې ۴۹ وسلوال مخالفين ووژل شول او زيات نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ویلي.

پکتيکا ولايت له ډيورنډ کرښې سره ګډه پوله لري او ځينې سيمې يې وخت ناوخت د ناامنيو شاهدې وي.

لغمان

د انځور حقوق AFP
Image caption چارواکي وايي کندهار کې څلور ماين ښخوونکي وژل شوي دي

د افغانستان له ختيځ لغمان ولایت نه راپورونه وايي، چې پر يوې پوستې د وسله والو په يوه بريد کې لږترلږه درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک ويلي دغه بريد د الينګار په بسرام سيمه کې شوی او په خبره يې يو بل پوليس ټپي شوی دی.

ښاغلي ځواک زياته کړه په دغه پېښه کې بريدګرو ته هم مرګ ژوبله اووښتې، خو تراوسه يې په اړه جزييات نه شته.

د لغمان ځينې سيمې هم د پکتيکا په څېر ناکراره دي او وسلوال يې په ځينو سيمو کې فعال دي.

کندهار

د کندهار سيمه ييز چارواکي وايي په غورک او خاکرېز ولسواليو کې د جلا پېښو پر مهال څلور ماين ښخونکي وژل شوي دي.

د خاکرېز ولسوال حاجي محمد غريب شاه وايي تېره ورځ (دوشنبه، ۲۸ اپريل) ناوخته دوه وسلوال د باغکي او ناصرانو کليو ترمنځ سيمه کې پر ماين ښخولو بوخت وو، چې د بهرنيو ځواکونو له لوري پرې هوايي بريد وشو.

بل خوا د غورک ولسوالۍ په ویالو سيمه کې هم دوه ماين ښخوونکي په خپل ماين وژل شوي دي.

ورته مطالب