عبدالله: د شکايتونو ارزولو بهير بايد روڼ وي

Image caption د ولسمشر لومړی مرستيال يونس قانوني وايي، د خلکو له يوې يوې رايې به دفاع وکړي.

د غويي اتمه یا کابل ته د افغان مجاهدینو د ننوتو ورځ د افغانستان د اسلامي جمیعت ګوند له خوا ولمانځل شوه، خو تر ډیره د ویناوالو خبرې یې د ولسمشریزو ټاکنو پر پایلو ورټولې وې.

د افغانستان د اسلامي جمیعت غړي او ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند عبدالله عبدالله د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او ټاکنیزو شکایتونو له کمېسيون وغوښتل چې پخپلو چارو کې رڼښت او ریښتینولی ته پاملرنه وکړي.

محمود کوچی په خپل راپور کې وايي، کابل ته د مجاهدینو د ننوتلو د ورځې غونډه له یو ورځني ځنډ وروسته ولمانځل شوه.

د غونډې ویناوالو له څیرمه نیوکې کولې او هم یې افغان حکومت پر دې ګرم باله، چې ولې یې د مجاهدینو بری و نه لمانځه او هم یې د ټاکنو پر دواړو کمیسونونو نیوکې کولې چې د دوی په وینا په ټاکنو کې پراخه درغلیو ته لاره هواره شوې وه.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې تر ډیره هڅه کوله، چې له دغې غونډې د خپل نوماند په ګټه کار واخلي او خپله سیاله ډله تر نیوکو لاندې راولي.

دا رنګه هغوی په دغې غونډه کې د ټاکنو کمیسون ځیني کارکونکي په ټاکنو کې پر درغلیو تورن کړل.

د مجاهدينو حکومت

د ښاغلي عبدالله تر څنګ د هغه دویم مرستیال محمد محقق هم د خپلو خبرو په ترڅ کې پر ولسمشر حامد کرزی تور پورې کړ چې ګواکې د ده په وینا نه غواړي د ټاکنیزو کمیسيونونو د هغو درغلیو او ناغیړیو مخه ونیسي چې د ده په ټکو افغانستان په لوی لاس د کړکیچ پر لورې بیایي.

په غونډه کې یوازې د ښاغلي عبدالله ټاکنیزه ډله نه وه چې پر خپلو انتخاباتي سیالانو یې نیوکې کولې، بلکې په دغې غونډه کې د اسلامي جمیعت نورو غړو هم ورته خبرې لرلې.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال یونس قانوني او د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني هم پخپلو ویناوو کې ویل چې د هر افغان له هرې رایې به ننګه کوي او په خبره یې هغوی به هیچا ته هم دا اجازه ورنکړي چې افغانستان د کړکیچ پر لورې سیخ کړي.

دغو وینا والو هر یو پخپل وار سره د مجاهدینو پر هغو تیروتنو هم رڼا واچوله چې واک ته تر رسیدو وروسته یې کړي دي.

محمد محقق هغه مهال په مجاهدینو کې د حکومتولۍ د تجربو نشتوالي ته اشاره وکړه، خو ښاغلي قانوني دغه تیروتنې د بهرنیو د لاسوهنې پایله وبلله.

ده پر حکومت دا تور پورې کړ چې د ده په وینا هڅه کوي په تیرو دوولسو کلونو کې د مجاهدینو تیروتنې سترې وښيي او خلکو ته یې ورسوي.

خو د مجاهدينو حکومت پر دې ګرم پېژندل کېږي، چې ګواکې د نوويمې لسيزو په کورنيو جګړو کې ښکېل و

ورته مطالب