افغانستان کې ۱۶ کنیستونکي وژل شوي دي

Image caption تر اوسه له کانه ۱۶ مړي را ایستل شوي دي او د دوو بندو کسانو د را ایستلو له پاره هڅې روانې دي.

دافغانستان په شمال کې د سمنګان والي وایي د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۱۶ کارګران وژل شوي او دوه تنه نور لا په کان کې بند پاتې دي.

والي خیرالله نوش بي بي سي ته ویلي، دا چاودنه د چارشنبې په ورځ( د غویي ۱۰مه) په یوه خصوصي کان کې وشوه.

دا کان د دره صوف ولسوالۍ د دهن تور په سیمه کې پروت دی.

ښاغلي نوش زیاته کړه، تر دې وړاندې دا کان تش و خو وروسته د هغه خاوند د حکومت له اجازې پرته هلته ناقانونه کیندنې پیل کړې او په خپل سر یې کارګران په کار وګومارل.

د سمنګان والي دا هم وویل چې تر دې پېښې وروسته پولیس د کانونو د خاوند په لټه کې شول خو هغه تښتېدلی دی.

د ځایي چارواکو په وینا تر اوسه له کانه ۱۶ مړي را ایستل شوي دي او د دوو بندو کسانو د را ایستلو له پاره هڅې روانې دي.

د پژواک د خبري اژانس د خبر له مخې په کان کې د بند پاتې شوو کسانو شمېر شلو تنو ته رسېږي خو ښاغلی انوش دا شمېرې نه تاییدوي.

دا دویم ځل دی چې په سمنګان کې په کانونو کې کارګران وژل کېږي.

شپږ میاشتې وړاندې د دې ځای په ګاونډ د ابخورک ولسوالۍ د رویي دو اب په سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې ۲۷ تنه ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپي شول.

دې پېښې په حکومت زیاتې نیوکې را پورته کړې.

دا کان د حکومت تر واک لاندې دی او ویل کېږي چې د خطر د پېښو مخنیوی پکې په پام کې نه و نیول شوی.

هغه کان چې نن پکې چاودنه شوې، ډېر کلونه بند و او د سمنګان وایي هم وایي چې د کانونو د وزارت کارپوهانو بند کړی و.

د والي په وینا د کان له خاونده حکومت ژمنه تر لاسه کړې وه چې کیندنې به نه پکې کوي.

د ښاغلي انوش په وینا په دې کار کې ناقانونه کیندنو دوام لاره او په دې وروستیو کې دا کان ۴۶۰ متره وړاندې کیندل شوی و.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې کانونه د دولت شتمني ده خو دا کان شخصي و نو ځکه د همدې سړي تر کنترول لاندې و.

د سمنګان والي وایي په دره صوف کې نور ورته شان کانونه هم شته او د کسانو په لاسونو کې دي.

داسې بريښي چې په دغو کانونو کې هم کیندنې مسلکي نه دي.

ورته مطالب