د افغانستان ۱۴۰۰ کانونه په ناقانونه توګه کیندل کېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption د کانونو او پټرولیم پر وزارت لویه نیوکه دا ده چې کان کینستونکو ته یې د خوندیتوب لپاره لازم وسایل نه دي ورکړي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، لا هم د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې کانونه پخپل سر کیندل کېږي او امنیتي ځواکونه یې د مخنیوي په چاره کې له هغوی سره مرسته نه کوي.

د دغه وزارت سرچینې وايي لا هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په شاوخوا ۱۴۰۰ کانونو کې خپلسرې کیندنې کیږي چې ډېر ځله ناوړه پېښې هم راولاړوي.

دغه وزارت دا څرګندونې له هغې یوه ورځ وروسته کوي چې د ‎سمنګان ولایت په درّه صوف نومي کان کې نژدې شل تنه کان کیندونکي ووژل شول.

ډاډه زړه

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند رفیع صدیقي کابل کې له محمود کوچي سره په مرکه کې ویلي، چې دامهال په ټول افغانستان کې ۱۴۰۰ معادن په ناقانونه توګه کیندل کېږي.

نوموړی وايي، چې د مخنیوي لپاره یې ناامني لویه ننګونه ده، چې د دغو سیمو امنیت نه شي نیولی.

دی وايي چې د وزارت کارکوونکي هغو سیمو ته په ډاډه زړه نه شي تلی، چې د کانونو ناقانونه کیندنې پکې روانې دي.

دغه وزارت ادعا کوي، چې خپله ستونزه یې له امنیتي ارګانونو سره شریکه کړې ده، چې په وینا یې د امنیت خوندي کولو ژمنه یې ورسره کړې، خو عملي ګام یې تر اوسه نه دی اوچت کړی.

د کانونو او پټرولیم پر وزارت لویه نیوکه دا ده چې کان کینستونکو ته یې د خوندیتوب لپاره لازم وسایل نه دي ورکړي.

خو د دغه وزارت ویاند ادعا کوي، په لاسلیک شویو قراردادونو کې اړوندو برخو ته خپل شرطونه ټاکي او په معیاري ډول د کار سپارښتنه ورته کوي، خو دا چې هغوی یې په پام کې نه نیسي، د دوی کار دی.

د تېر اپریل پر ۳۰ د افغانستان په شمال کې د سمنګان والي ویلي وو، د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۱۶ کارګران وژل شوي او دوه تنه نور لا په کان کې بند پاتې دي.

څو میاشتې وړاندې د افغانستان د کانونو قانون نوې طرحه په ۱۹ څپرکو او ۱۱۲ مادو کې جوړه شوه، چې له څو میاشتو راهیسې د ملي شورا تصویب ته په انتظار وه.

افغانستان کې داسې ۱۴۰۰ ځایونه په نښه شوي، چې ویل کېږي، طبیعي زېرمې په کې شته.

د افغانستان حکومت او د ځمکې پېژندنې یو شمېر نړیوالو ادارو له لوري تر لاسه شویو معلوماتو له مخې ویل کېږي، چې افغانستان کې تر خاورو لاندې شته طبیعي زېرمو ارزښت له ۳۰۰۰ میلیاردو ډالرو اوړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption افغانستان کې داسې ۱۴۰۰ ځایونه په نښه شوي، چې ویل کېږي، طبیعي زېرمې په کې شته.

ورته مطالب