برتانوۍ محکمه: د افغانانو بندیانول ناقانونه و

د انځور حقوق PA
Image caption برتانوي پوځیانو د افغانستان د جګړې په ترڅ کې سلګونه کسان نیولي او بندیان کړي دي.

په برتانیا کې یوې محکمې د نیولو او بندي کولو هغه تګلاره ناقانونه بللې چې برتانوي پوځیانو په افغانستان کې پلې کوله.

برتانوي پوځیانو د افغانستان د جګړې په ترڅ کې سلګونه کسان نیولي او بندیان کړي دي.

خو د محکمې دا حکم د سردار محمد پر قضیې راڅرخي چې په ۲۰‍۱۲ کال کې په دې شک نېول شوی چې ګنې د طالبانو یو قوماندان دی.

نوموړی څه باندې سل ورځې د برتانويانو په اډو کې بندي و.

له خوشې کېدو وروسته هغه پر بریتانوي ځواکونو دعوا وکړه چې پر بشري حقونو یې تېری کړی دی.

د برتانیا د دفاع وزارت وايي د محکمې دا پرېکړه د هغو سلګونو پوځیانو امنیت ته ستونزې رامنځته کوي چې لا په ډګر کې دي.

وزارت وايي چې د استیناف غوښتنه به وکړي.

د سردار محمد وکیلانو په محکمه کې استدلال وکړ چې د بشري حقونو په اړه د اروپايي کانوانسیون له مخې یې د موکل حقونه تر پښو لاندې شوي. محکمې یې دا دلیل ومانه.

قاضي وویل، په لومړي سر کې د ۹۶ ساعتو لپاره د سرادر محمد نیونه قانوني وه، خو وروسته د ۱۰۶ نورو ورځو لپاره یې په برتانوي اډو کې ساتل ناقانونه و.

دا پرېکړه د برتانیا د دفاع وزارت پر ضد سلګونو دعواوو ته لاره پرانیزي.

د دفاع وزیر فلیپ هاموند چې د محکمې له پرېکړې وروسته غږېده وویل، د بشري حقونو په اړه اروپايي کانوانسیون د جګړې په ډګر کې نشي پلی کېدی او دا کار په جګړه کې د پوځیانو لاسونه ورتړي.

ورته مطالب