بدخشان پېښه: ټول هېواد کې ملي وير اعلان شوى

د انځور حقوق REUTERS
Image caption لومړیو کې د پېښې په اړه کره معلومات نه وو، ځکه د پېښې قربانیانو شمېر ډېر ښوول شوی و. حاجي عبدالودود سعیدي

په بدخشان ولايت کې د رامنځته شوې مرگ ژوبلې له امله په ټول افغانستان کې ملي وير اعلان شوى.

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې وينا پاڼه کې راغلي چې د يکشنبې په ورځ د غويي پر ١٤ به د افغانستان بيرغ د هېواد دننه او بهر پر سياسي استازيو نيم ځوړند وي.

خبرپاڼه زياتوي چې افغان ولسمشر زموږ د ګڼ شمېر هېوادوالو پر وژل کېدو په ژوره توګه خواشینی شوی دی او د پېښې د رامنځته کېدو راهیسې په پر له پسې توگه له هغو دولتي لوړ پوړو چارواکو سره چې په سیمه کې دي مخامخ په تماس کې دی او دغه پیښه له نژدې څاري.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي د دويم مرستيال په مشرۍ پلاوى له خلکو سره د مرستې لپاره سيمې ته رسېدلى.

په خبرپاڼه کې د ولسي وگړو، ملي سوداگرو او خيريه ټولنو نه غوښتنه شوې له اغيزمنو شويو سره مرسته وکړي.

په وروستيو را رسېدلو رپوټونو کې، د ځمکښويېدنې په دغه پېښه کې د قربانيانو شمېر ٢٥٥ ښوول شوى.

په بدخشان کې زموږ خبریال قربانعلي همزي، چې د پېښې سیمې ته ورغلی، وايي د سیمې له خلکو څخه یو ۱۱ کسیزه پلاوی ټاکل شوی، چې د تلفاتو شمېر په ډاګه کړي.

نوموړي ویلي، تر اوسه له ټول ټال ۲۵۵ لاندې شویو کسانو ایله د دوو مېرمنو مړي پیدا شوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption والي وایي دوی د ګاونډیو کلیو شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ چې له خطر سره مخامخ وې له سیمې ایستلې دي.

د ارگو ولسوالۍ ولسوال حاجي عبدالودود سعيدي بي بي سي ته وويل په لومړيو کې د آب باريک په کلي کې د رامنځته شوې پېښې، د قربانيانو په تړاو کره مالومات نه و نو ځکه يې شمېره ډېره لوړه ښوول کېده خو وروستي مالومات ښيي چې د مړو شمېر له هغې کم و چې اټکل شوى و.

د بدخشان والي شا ولي الله ادیب وویل د ځمکښویېدنې دوې پېښې د یوه ساعت په توپير رامنځ ته شوې.

د پيښې قربانیان هغه کسان دي چې لومړني کلي ته د قربانیانو مرستې ته ورغلي وو.

والي وایي دوی د ګاونډیو کلیو شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ چې له خطر سره مخامخ وې له سیمې ایستلې دي.

وړاندې د بدخشان امنیه قومندان فضل الدین عیار د لومړنۍ پېښې په اړه بي بي سي ته وویل،دا پېښه د ارګو ولسوالۍ اب خشک کلي کې شوې، چې د ۲۰۰ - ۲۳۰ ترمنځ کورونه په کې ځمکې ښویېدنې لاندې کړي دي.

ښاغلي عیار وویل، چې شاوخوا ۲۵۰ کسان تر کنډوالو لاندې شوي، چې شاید ټول وژل شوي وي.

دی وايي، چې هغه نژدې ۴۰۰ کورونه چې د ځمک ښویېدنې له خطر سره مخامخ وو، وګړي یې امن ځای ته لېږدولي دي.

ورته مطالب