د کانونو او پټرولیم قانون د رایو په اکثریت تصویب شو

Image caption د کانونو او پټرولیم قانون په ۲۰ څپرکو او ۱۱۷ مادو کې تصویب شو.

له اوږد ځنډ وروسته ولسي جرګې د کانونو او پټرولیم قانون د رایو په اکثریت تصویب کړ.

د افغانستان سوداګرۍ خونې چارواکي د دغه قانون تصویب د پانګه والو د هڅولو په برخه کې لوی پرمختګ ګڼي او هیله لري چې د کانونو او پټرولیم قانون په تصویبیدو به د کانونو په برخه کې پانګونې ته ښه زمینه برابره شي.

له کابله زموږ همکار سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې کاږي، چې له نږدې یوه کال او ږدو بحثونو وروسته ولسي جرګې د کانونو او پټرولیم قانون د رایو په اکثریت تصویب کړ.

دغه قانون په ۲۰ څپرکو او ۱۱۷ مادو کې تصویب شو.

د دغه قانون د تعدیل طرحه د تېر کال په چنګاښ میاشت کې ولسي جرګې ته وړاندې شوه.

د ولسي جرګې د طبیعي سرچینو او چاپېریال ساتنې کمېسیون مشر عبید الله رامين وایي ولسي جرګې یوه بله ماده ور زیاته کړه چې له مخې به یې د کانونو پنځه سلنه عواید هغه ولایت ته ځانګړي شي له کوم ولایته چې دغه کان استخراجیږي:

' هغه ماده چې ولسي جرګې اضافه کړه هغه ولایت او یا ولایتونو ته د هغه کان د عوایدو پنځه سلنه ورکول دي چې له همدې ولایتونو څخه ترلاسه کېږي. دا پیسې به په بنسټیزو پروژو او د چاپیریال ساتنې په برخه کې لګول کېږي.

البته هغه پیسې چې په عمومي بودیجه کې دغه ولایت او یا ولایتونو ته ځانګړې کېږي، له دغو پنځه سلنه به جلاوي.'

Image caption د ا فغانستان پراخې طبیعې زېرمې د ښې راتلونکو لپاره یوه ستره هیله او ضمانت ګڼلې کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه د دغه قانون د تصویب هر کلي کوي او په اوسنيو شرایطو کې د دغه قانون تصویب د پانګونې په برخه کې لویه لاسته راوړنې بولي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل په داسې حال کې چې له افغانستان سره د بهرنیانو مرسته کمېږي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي د کانونو او پټرولیم قانون به د دغې تشې د ډکولو او بهرنۍ پانګونې ته د زمینې برابرولو په برخه کې ډېر ګټور وي.

د ا فغانستان پراخې طبیعې زېرمې د ښې راتلونکو لپاره یوه ستره هیله او ضمانت ګڼلې کېږي.

افغان دولت په پام کې لري چې تر ۲۰۲۵ کال پورې له کانونو تر لاسه کېدونکي کلني عواید دوه ملیارده ډالرو ته ورسیږي.

د یوې امریکايي ادارې له خوا د افغانستان د ۳۰ سلنې طبیعې زیرمو د سروې پایلې ښيي چې افغانستان د څه باندې درې ټریلیونه ډالرو په ارزښت طبیعي ز یرمې لري.

ورته مطالب