شکایتونو کمیسیون ۷۴ نور شکایتونه و ارزول

د انځور حقوق AFP
Image caption تر دې مهاله ۲۵۰ شکایتونه ارزول شوي،چې پایلې به یې د ولسمشریزو ټاکنو تر وروستیو پایلو مخکې په ډاګه شي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د خپلو پرانستو غونډو په لړ کې نن پر دریمه ورځ ۷۴ شکایتونه و ارزول.

تر دې مهاله په ټوله کې څه باندې ۲۵۰ شکایتونه ارزول شوي،چې د چارواکو په وینا پایلې به یې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو تر جوتیدا مخکې په ډاګه شي.

سربېره پر دې د مدني ټولنې د نظریو د راکړې ورکړې بنسټ ویلي، چې د تېرو ټاکنو درغلۍ کره څېړلو ته اړتیا لري.

دې بنسټ د ټاکنیزو شکایتونو پر کمیسیون غږ وکړ چې پرته له هر ډول فشار او سیاسي تړاونو ور رسېدلي شکایتونه و ارزوي.

لکه چې مصطفی سالک له کابله په خپل رپوټ کې کاږي، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د درغلیو او سر غړونو ارزونه په داسې توګه کابل کې روانه ده چې د نوماندانو، ګوندونو او رسنیو استازي هم د غونډې برخه دي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون نن له بغلان، تخار، کندز او بدخشان ولایتونو سره اړوند ۷۴ شکایتونه واروزل.

له دغو شکایتونو ډیرو یې له دوو مخکښو نوماندانو سره تړاو درلود، چې یو شمېر یې مستند و.

کمیسیون داسې ویډیو فلمونه نندارې ته وړاندې کړل چې د يوه ځانګړي نوماند په کټه یې د درغلۍ څرګندونه کوله.

د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمیسیون ویاند نادر محسني وویل، د دغو ارزونو پایلې به د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو تر جوتېدا مخکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.

"تر دې شيبې موږ تر ۲۵۰ ډېرې قضیې ارزولې دي او کوم مهال وېش مو چې ورکړی تر هغه مخکې یو. په همدې توګه که سبا ته د دوو زونونو چارې بشپړې کړو، کار مو ډېر پر مخ ځي، هیله لرو چې د غویي میاشتې تر ۲۴ نیټې مخکې چې د وروستیو پایلو د جوتېدا ورځ ده،ترې څو ورځې مخکې د خپلو ارزونو پایلې د ټاکنو خپلواک کمیسون ته وسپارو"

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسون وايي چې دا ارزونې به د ولسمشریزو ټاکنو پر پایلو خپل اغیز هم ولري.

بله غاړه د مدني ټولنې د نظریو د راکړې ورکړې بنسټ د وري د شپاړسمې د ټاکنو په ترڅ کې د ولسونو پراخ ګډون وستایه خو دا یې ورسره غبرګه کړه چې ټاکنې له درغلیو سره هم ملې وې.

د دغه بنسټ يوې غړې کلثوم ستارزۍ د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې شوې ټاکنیزې درغلۍ کره ارزونو ته اړتیا لري.

هغې د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسونه وغوښتل چې له هر راز سیاسي تړاوونو پرته دغه درغلۍ وارزوي.

"په ټاکنو کې شوې درغلۍ او سر غړونې جدي ارزونو ته اړتیا لري، بنسټ ټینګار کوي، شوي شکایتونه ارزول یوه تخنیکي ستونزه ده اوباید پرته له هر راز فشار او سیاسي جوړجاړي تر سره شي چې د خلکو رایې په ښه توګه وساتل شي."

د مدني ټولنې دې بنسټ د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمیسیونه هم وغوښتل، که ټاکنې دویم پړاو ته غځېږي نو هغه تشې باید ډکې کړي چې په لومړي پړاو کې ولیدل شوې.

ورته مطالب