هندو مذهبه افغان کاناډا کې سفیر وټاکل شو

شام لال بتیجه د انځور حقوق d
Image caption شام لال بتيجه په کندهار کې زیږېدلی او په هند کې یې اقتصادي او حقوقي لوړې زده کړې کړي دي.

په کاناډا کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې شام لال بتیجه رسماً د سفیر په توګه کار پیل کړی دی.

شام لال بتیجه وړاندې په اقتصادي چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار پاتې شوی.

په اعلامیه کې ښاغلی بتیجه د یوه فوق العاده سفیر، او په کاناډا کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه یاد شوی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ښاغلی بتیجه په اقتصادي چارو کې یو کارپوه او نړیوال دیپلومات بللی.

شام لال بتيجه په کندهار کې زیږېدلی او په هند کې یې اقتصادي او حقوقي لوړې زده کړې کړي دي.

هغه ډېر کلونه په امریکا کې اوسېدلی، چې په ځینو پوهنتونونو کې د تدریس او د ملګرو ملتونو په یوشمېر ادارو کې د کار تجربه هم لري.

ویل کېږي، چې د تېرو جګړو په کلونو کې د افغانستان ګڼ هندو وګړي هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

خو د اوسني حکومت په جوړېدو سره د نورو افغان وګړو په څېر هندوانو هم سیاست ته مخه کړه او ان پارلمان ته یې هم استازي وټاکل.

Image caption افغان هندوان او سکان د افغانستان اصلي وګړي بلل کیږي

خو افغان هندوان شکایت کوي، چې ګني زورواکو یې ځینې ځمکې غصب کړې او له ځینو حقونو یې بې برخې کړي دي.

وړاندې، یو شمېر افغان هندوانو او سکانو له ولسمشر حامد کرزي غوښتي وو، چې د یوه تقنیني فرمان له لارې د افغانستان په ولسي جرګې کې دوی ته یوه څوکۍ ورکړي.

افغان هندوان او سکان د افغانستان اصلي وګړي بلل کیږي او په تېرو کلونو کې شاوخوا ۳۰۰زرو هندوان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې اوسېدل، چې د اقتصاد او سوداګرۍ په ودې کې ستر رول درلود.

ورته مطالب