ايران افغانستان ته د بنديانو سپارنې لړۍ پيل کړه

Image caption په لېږدول شويو زندانيانو کې ډېرى مېرمنې دي

ایران نن ۱۶ افغان بندیان د اسلام کلا پر پولې افغان چاوارکو ته وسپارل.

دا لومړني زندانيان دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بنديانو راکړې ورکړې د لاسليک شوي تړون پر بنسټ افغان حکومت ته وسپارل شول.

ډېرى دغه زندانيان چی دوه یی نارینه او پاتی هغه يې مېرمنې دي، د نشه یی توکو د قاچاق په تور په ایران کی بندیان شوی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی بنديانو تبادلې د تړون پر بنسټ چی وړاندې د دواړو هیوادو ترمنځ لاسلیک شوی ، ډیر نور افغان بندیان به هم خپل هیواد ته ولیږدول شي.

په هرات کې د بي بي سي خبريال محمد قاضي زاده وايي د افغان بنديانو دسپارنې بهير څارلو لپاره، د خبريالانو او چارواکو ترڅنگ عادي ولسي وگړي هم اسلام کلا ته ورغلي و.

يوۀ افغان وگړي چې په سپارل شويو زندانيانو کې يې خپله خور وپېژندله بي بي سي ته وويل " دوى پنځه کاله بې گناه د ايران په زندانونو کې پراته و، نو له افغان حکومته مو هيله دا ده چې اوس دغه سپارل شوي زندانيان پرېږدي."

خو له ايران سره د بنديانو د سپارلو په تړون کې دا هوکړه شوې هغه زندانيان چې دوى يې يوۀ بل ته سپاري، د بند پاتې موده به خپل هېواد کې تېروي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ايران له لوري افغان حکومت ته د بنديانو د لومړنۍ ډلې پر سپارلو خوښي څرگنده کړې. هرات ته د دغه وزارت د استول شوي پلاوي مشر معاذالله دولتي وايي " دا د کار پيل دى. ډېر ژر به په ايران کې شته نور هغه افغان زندانيان چې له هغه هېواد سره د شوي هوکړه ليک شرايط پوره کوي، افغانستان ته ولېږدول شي."

د ايران له لوري افغانستان ته د افغان زندانيانو د سپارلو د لړۍ پيل هغو کورنيو ته چې غړي يې په ايران کې بنديان دي ښه خبر دى.

دغو کورنيو پر حکومت په پر له پسې توگه غږ کړى، چې خپلوان يې بايد په خپل هېواد کې محاکمه شي.

په ايران کې د افغان زندانيانو کره شمېره نه ده مالومه خو شمېر يې شاو خوا ٥٠٠٠ اټکل شوى.

ورته مطالب