وردګو کې ۲۳ بندیان خوشي شول

د انځور حقوق
Image caption په زندان کې د دېرشو نورو هغو بندیانو دوسیې هم تر څېړنې لاندې دي، چې سپک جرمونه لري، او ژر به خوشي شي.

د کابل څنګلوري میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ددغه ولایت له زندان نه ۲۳ بندیان خوشي شول.

دو وايي دغه بندیان، چې د سپکو جرمونو په تور نیول شوي وو، د ولسمشر د فرمانله مخې خوشي کړي دي.

د کابل څنګلوري میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د ولسمشر د فرمان له مخې یې له دې ولایته هغه ۲۳ بندیان خوشي کړي، چې د سپکو جرمونو په تور نیول شوي وو.

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر بي بي سي ته په یوه رالېږلې ویناپاڼه کې ویلي، د وردګو مرستیال والي غزني ګل ځاځي وویل، چې زندان د اصلاح ځای دی، او له خوشي شویو بندیانو یې وغوښتل، چې بیا جرمونو ته مخه نه کړي.

بل خوا د میدان وردګو د زندان عمومي مشر افندي رباطي وویل، دغه بندیان د ۱۳۵۷ کال د غويي د اوومې د کودتا په تړاو د ولسمشر د بښنې د فرمان له مخې خوشي شول.

په دغو بندیانو کې داسې کسان هم وو، چې په پنځو کلونو بند محکوم شوي وو، خو د فرمان له مخې یې د بند پاتې وخت وبښل شو.

په زندان کې د دېرشو نورو هغو بندیانو دوسیې هم تر څېړنې لاندې دي، چې سپک جرمونه لري، او ژر به خوشي شي.

دا مهال د میدان وردګو زندان کې د دوو مېرمنو په ګډون نژدې ۲۱۵ بندیان دي.

ورته مطالب