له ارګوالو سره ټول افغانان د غم په ټغر ناست دي

د انځور حقوق UNAMA
Image caption ارګوال د هغو خپلو خپلوانو ویر ژاړي چې دا مهال د تورو خاورو لاندې دي

د بدخشان په غمیزه له هر لورې داسې غمجنې نغمې اوریدل کېږي چې تر ډېره داسې انګېرل کېږي چې دغه نارې سورې او غمجنې نغمې به د هغو کسانو کوکې وي، چې دا مهال تر خروارونو خاورو لاندې شوي.

دغه غمیزه تر هغې ځمکښویدنې وروسته پېښه شوه چې د دغه ولایت د ارګو په ولسوالۍ کې یې سلګونه کسان د مرګي تر کومې تېر کړل، غمیزه ډېره ستره وه او ویل کېږي، چې پایلې یې هم سترې دي .

ملایکه احمدزۍ په خپل رپوټ کې کاږي، پلازمېنه کابل کې د دغې غمیزې او د هغو ویرجنو بدخشانیانو سره د لاس نیوي لپاره سندریز کنسرت جوړ شوی و چې په کې ګڼو خلکو برخه واخیسته، د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې په وجه دغه کنسرت هم د ورغلیو کسانو لپاره هیله منونکی و .

د دغه کنسرت پر مټ ټولې شوې پېسې پر هغو غمځپلو ویشل کېږي چې په دغه غمیزه کې یې د کور هر څه له لاسه ورکړي، د کنسرت سمبالونکي وايي غواړي د کنسرت په پېسو د ارګو په ولسوالۍ کې د خلکو لاس نیوی وکړي، د هغوی په وینا غواړي په دې توګه د ارګو والو سره د همدردۍ او غمرازۍ په توګه د مرستې لاسونه وغځوي .

څو ورځې کېږي چې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو له خوا د ارګو د اوسیدونکو سره د مرستو لړۍ دوام لري. خو ځینې خلک وايي داسې کورنۍ هم شته چې لا هم له دغو مرستو نه دي برخمنې شوې. ان تر دې چې هغوی تر دې دمه د سر سیوری نه لري او تر شنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي. دا رنګه خواړه او د څښاک اوبه هغه نورې اړتیاوې دي چې لا هم خلک ترې بې برخې پاتې شوي .

په دغې ولسوالۍ کې د ځمکې ښوویدنې پېښې ۱۰ ورځې مخکې لسګونه کورنۍ تر خاورو لاندې کړې او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې سلګونه خلک د مرګ تر کومې تېر کړل. هغه کسان چې ژوندي پاتې دي هک پک دي چې څه وکړي؟

په دغه کنسرت کې هغه غمجنې سندرې هم وبولل شوې چې تر ډېره یې د مرګي کیسې لرلې، خو د مرګ هغه څپه چې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ تېره شوه د ډېرو په ګومان هغه ناورین و چې ډېرو خلکو ان په خوب هم نه و لیدلی.

اوس د دغه ډول کنسرتونو جوړول چې موخه یې د مصیبت ځپلو سره مرسته ښودل کېږي، تر کومه به وشي کړای چې د دغو غمځپلو پر ټپونو د مرحم پټۍ کېږدي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې به تر یوه بریده پرې پوره کړي، خو د بدخشان ولسي وګړي وايي چې د دوی د غمونو پیټي دومره درانه دي چې ښايي په اسانۍ سره به دوی و نه توانیږي هغو ته اوږه ورکړي. دوی یوازې د خوړو او اوبو خبره نه کوي، هغوی د هغو خپلو خپلوانو ویر ژاړي چې دا مهال د تورو خاورو تر ‌ډیریو لاندې دي .

ورته مطالب