د کابل مزار سړک ویجاړه شوې برخه د ستونزو لامل

Image caption ځیني خلکو پر نورو بدیلو لارو هم تګ را تګ پیل کړی دی.

که څه هم چې د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، د کابل ـ مزار تر منځ غځیدلې لویه لاره به په نژدې ځو ورځو کې د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي، خو بیا هم د دغې لویې لارې مساپر وايي ډاډمن نه دي چې دغه لاره به په لنډه موده کې خلاصه شي.

د تاشقرغانو په تنګي کې د نیزونو له امله دغه لویه لاره درې ورځې وړاندې سخته زیانمنه شوې او خلک اړ دي چې د یوې ورځې یا څو ساعتونو مزل په څو ورځو او یا په اونۍ کې لنډ کړي.

یو شمېر خلک چې بېړني کارونه لري د هوايي کرښو نه کار اخلي چې ورسره د هوايي شرکتونو د ټکټونو بیې هم لوړې شوې دي.

محمود کوچی یې په اړه له کابله خپل رپوټ کې کاږي،له هغه مهاله چې دغه لویه لاره تړل شوې، ګڼو خلکو ته یې د اقتصادي ستونزو تر څنګ هغه لالهاندي هم ورترغاړې کړې چې اړ دي په کندو کپرو لارو خپل مزل لنډ کړي، خو د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکي چې دا مهال سیمې ته ورغلي وايي، دوی د دغې ویجاړې شوې برخې د بیا رغولو لپاره هڅې پیل کړي او ډاډمن دي چې په نژدې راتلونکو ورځو کې به دغه لاره ورغوي.

د بلخ ولایت د فواید عامې مشر غلام سخي رودوال وايي چې ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې به دغه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.

دغه لویه لاره د تاشقرغانو په تنګي کې د سیلاونو له امله ویجاړه شوې او شاوخوا ۲۰۰ متره یې اوبو وړي. ځیني خلک وايي چې دا مهال نه یوازې دا چې موټر پرې تګ راتګ نه شي کولای، بلکې ویجاړتیا یې دومره ډېره ده چې پلي کسان هم پرې نه شي تېرېدای.

یو شمېر خلک وايي، دوی اړ دي چې د څو ولایتونو له لارو ځانونه یا کابل او یا هم مزارشریف ته ورسوي.

معاذالله چې له مزاره غواړي کابل ته سفر وکړي دا مهال یې تکل کړی چې د فاریاب ولایت له لارې لومړی بادغیس بیا هرات او له هراته بیا کابل ته خپل سفر وغځوي. که څه هم چې هغه وايي پر دغه لاره پر دوی زیاته کرایه راځي، خو د ده له نظره چارې یې بېړنۍ دي او دوی باید ځان تر منزل مقصوده ورسوي.

خو یوازې د فاریاب، بادغیس او هرات لاره نه ده چې مساپر د مجبوریت له مخې پرې تګ راتګ کوي، بلکې ځیني خلکو پر نورو بدیلو لارو هم تګ را تګ پیل کړی دی. یو بل تن مساپر بیا د بغلان او کندوز له لارې د مساپرو د تګ خبره کوي چې ویل کېږي ډېره کندې کپر ده.

په ټوله کې که پر نویو لارو د مساپرو تګ راتګ ستونزمن دی هماغومره پر دغو لارو امنیتي ستونزې هم بلا ډېرې دي.

یو شمېر خلک د دغو ګواښونو په وجه اړ دي چې د هوا له لارې خپل مزل لنډ کړي، چې دا مهال د هوايي شرکتونو پر ټکټونو د ګڼې ګوڼې تر څنګ ویل کېږي، چې دغه کرایې هم زښتې لوړې شوی هم دي.

خو د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وايي، چې په راتلونکو څو ورځو کې د دغه هېواد هوا لمرینه اټکل شوې او که اورښتونه و نه شي د دې شونتیا ډېره ده چې د دغې ویجاړې شوې لارې د بیا رغولو چارې هم ژر تر سره شي.

ورته مطالب