یوناما: سلګونو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Image caption شپږ ډوله تېري د یوناما په دغه مالوماتي کتاب کې یاد شوي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې ( یوناما ) په ۲۰۱۳ کال کې د ماشومانو ۱۶۹۴ مرګ ژوبلې پېښې ثبت کړې چې په دې کې ۵۴۵ وژنې او ۱۱۴۹ ټپي کېدنې شاملې دي.

د ماشومانو د مړینې او ټپي کېدنې اصلي لامل د ځاي په ځای شویو چاودیدونکو توکو کارېدنه ده، چې د یوناما په وینا، جنګړه مارو او ملکي کسانو تر منځ توپیر نه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې ( یوناما ) د یوه مالوماتي کتاب مخ کتنه وکړه چې په کې د هېواد په وسله واله شخړه کې د ښکېلو اړخونو مکلفیتونه راغلي دي.

له ټولو خواوو غوښتل شوي، چې د نړیوال قانون او اسلامي اصولو سره سم د ماشومانو د حقونو ساتنې ته پام وکړي.

دغه کتاب (( په وسله والو جکړه کې د افغانستان د ماشومانو ژغورل )) تر نامه لاندې په پښتو ، دري ، او انګلیسي ژبو چاپ شوی دی.

وړانګه علیزۍ په دې اړه خپل رپوټ کې لیکي، د دغه مالوماتي کتاب د مخ کتنې په مراسمو کې د افغانستان لپاره د یوناما مشر ین کوبیش وویل:

' جګرې ماشومان د وسله والو پر وړاندې په داسې حال کې راوستې دي چې دغه ډلې د دوې د زیانمنونکي حالت څخه ګټه پورته کوي او هغوی استثماروي ، دغه ډلې ماشومان دی ته اړ باسي څو هغوې په روانو نښتو کې ونډه واخلي او یا هم دا چې د پیغام وړونکو او رسوونکو هلکانو په توګه ورکارول شي او په دی توګه لا هم ماشومان د جنګ له خطره سره مخامخ کړي. د هر ماشوم ژوند چې ضایع کیږی نو راتلونکی یې هم له مینځه ځې چې دا یوه لویه ضایع ده.

ډیر د خواشینی ځای دی چې د ځینو ماشومانو مغز مینځل کېږې او بیا د هغوې نه په ځانمرګو بریدونو کې ګټه اخستل کېږې. په تېرو دوو کلونو کې داسې موارد وو چې له ماشومانو څخه په ځانمګرو بریدونو کې ګټه اخستېله شوې ده'

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر په دې اړه جوړې شوې غونډې کې د وینا پر مهال وویل، په افغانستان کې د ماشومانو حالت د اندېښنې وړ دی او له وسله والو ډله څخه یې غوښتنه وکړه چې اسلامي حقونو ته درناوی وکړي او د ماشومانو څخه دی ناوړه ګټه نه اخلي.

په وسله واله جګړه کې د ماشومانو پر شپږ ډوله حقونو او د هغوی سرغړونې تشرېح شوې دي. دغه کتاب هر یو تیری د شرعي قانون، نړیوالو بشري حقونو د قانون او د افغانستان د قوانینو له مخې ارزوي.

هغه شپږ ډوله تېري چې د یوناما په دغه مالوماتي کتاب کې یاد شوي د ماشومانو وژل او ژوبلول، د وسلوالو ډلو او ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو ګومارنه، د ماشومانو تښتونه ، پر ښوونځیو او روغتونو بریدونه ، د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډولونه او جنسي تېري او د بشر پالنې له مرستو څخه د هغوې بې برخې کول شامل دي.

دغه سازمان همدراز هیله مندي ښودلې چې د وسله والو ډلو او ځواکونو په لیکو کې به د ماشومانو ګومارنه تر ۲۰۱۶ کاله پای ته ورسي.

ورته مطالب