ناامني او اداري فساد پانګونه ننګوي

Image caption دغه سروې د افغانستان د سوداګرۍ خونې له خوا د جرمني د پراختیايي همکاریو د ادارې په مرسته تر سره شوې ده.

په افغانستان کې یوه تازه سروې ښيي چې امنیتي ننګونې، اداري فساد، د ځمکې، بريښنا او اوبو کموالی لا هم د افغانستان د سوداګرو او پانګه والو په وړاندې لوی خنډونه دي.

دا سروې د افغانستان د سوداګرۍ خونې له خوا په څلورو ولایتونو کې شوې ده.

ددغه بنسټ چارواکي وايي سروې ښيي چې پانګه وال د راتلونکې په اړه هیله من دي او تر ډېره د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي تړون او ټاکنو ډاډه دي.

لکه چې سمیع الله موسی زی لیکي، دغه سروې د افغانستان په څلورو ولایتونو کابل، کندهار، ننګرهار او بلخ کې له ۴۰۰ صنعتکارانو، پانګه والو او سوداګرو سره د مرکو پر بنسټ تر سره شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل، دغه سروې په افغانستان کې د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې د وضعیت د ارزولو لپاره شوې ده.

ښاغلی الکوزی وايي پوښتل شویو کسانو ویلي چې د اوبو، ځمکې او برېښنا کموالی د صنعت د ودې او پانګونې په وړاندې لوی خنډونه دي.

هغه وايي امنیتي ننګونې او په ځانګړې ډول د سوداګرو او پانګوالو د شخصي امنیت په وړاندې ستونزې، اداري فساد او بیروکراسي لا هم د پانګونې چاره له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې ده.

دغو سوداګرو او صنعتکارانو ویلي موسمي بدلونونو هم د دوی پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

د دغې سروې پایلې دا په ډاګه کوي چې پانګه وال راتلونکې ته هیله من دي او ډاډه دي چې د افغانستان او د امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک کېدل او د ټاکنو تر سره کېدل به د دوی پر کاروبار مثبت اغېز ولري.

د پانګونې او سوداګرې د وضعیت په اړه په دغې سروې کې پوښتل شویو کسانو وړاندیز کړی چې راتلونکې حکومت دې د خپلې پنځه کلنې دورې لپاره کاري پلان جوړ کړي.

دا کسان وایي چې حکومت دې په اقتصادي برخه کې خپل لومړیتوبونه په ډاګه کړي.

پوښتل شویو کسانو دغه راز وړاندیز کړی چې بنسټیزې پروژې دې پلي شي، د کانونو او کرنې برخو ته دې ډېر پام وشي او انحصار دې له منځه یوړل شي.

دغه سروې د افغانستان د سوداګرۍ خونې له خوا د جرمني د پراختیايي همکاریو د ادارې په مرسته تر سره شوې ده.

په همدې اړه درې میاشتې وړاندې په کابل، کندهار او بلخ ولایتونو کې تر سره شوې وه.

ورته مطالب