افغانستان کې لمريزه او بادي برېښنا تولېدېږي

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption افغانستان تر ۳۰۰زره مېګاواټه د زياتې برېښنا د تولیدولو وړتیا لري

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، یو افغان او المانی ګډ شرکت په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې شاوخوا یو نیم میلیارد ډالره پانګونه کوي.

دغه شرکت به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لمر او باد نه په ګټې اخېستنې برېښنا تولیدوي او د افغانستان د برېښنا شرکت له لارې به یې وېشي.

چارواکو دا کار د افغانستان د پرمختګ او انرژۍ د تر لاسه کولو په برخه کې یو مهم ګام بللی، چې په وینا یې له لارې به یې د ډېرو خلکو اړتیاوې پوره شي.

ګلستان شینواری په خپل راپور کې وايي، زاسو ارو یو افغان او المانی ګډ شرکت دی، چې د اوبو او برېښنا له وزارته یې په افغانستان کې د برېښنا د تولید جواز تر لاسه کړ.

دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې یوه خصوصي شرکت ته د برېښنا په برخه کې د پانګونې اجازه ورکول کېږي.

ټاکل شوې دا شرکت به لمر او باد د برېښنا د تر لاسه کولو لپاره د سرچینو په توګه وکاروي.

د دغه شرکت یوه چارواکي ذبیح الله ظهوري وویل، په راتلونکو لسو کلونو کې به په دې برخه کې شاوخوا یو نیم میلیارد ډالر پانګونه وکړي.

ښاغلی ظهوري وايي: ''د اوسمهال لپاره مو په هرات کې د کار جواز تر لاسه کړی. موږ به څېړنې وکړو او و به ګورو چې د افغانستان په کومو سیمو کې د باد ځواک ډېر دی. او دا به هم وګورو چې په کومو سیمو کې برېښنا ته اړتیا ډېره ده. دغو مسایلو ته په کتو به موږ مخکې ځو''.

که څه هم په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې یوه اندازه پانګونه شوې، خو په دغه هېواد کې اړتیا وړ برېښنا نشته او د هېواد یوازې درېمه برخه وګړي ورته لاسرسی لري.

د اوبو او برېښنا وزیر عارف نورزي دغه پانګونه د افغانستان د انرژۍ د سکتور لپاره ډېره مهمه وبلله.

د نوموړي په وینا که په هېواد کې له شته سرچینو سمه ګټه واخېستل شي، افغانستان په دې برخه کې پر خپلو پښو درېدای شي.

د برېښنا وزارت چارواکي وايي، که په دې برخه کې سمه پانګونه وشي، افغانستان تر ۳۰۰زره مېګاواټه د زياتې برېښنا د تولیدولو وړتیا لري، چې د دغه هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهمه ونډه لرلای شي.

ورته مطالب