"آغا جان معتصم بیا ترکیې ته لاړ"

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption اغا جان د فبرورې په میا شت کې "د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک" په نامه خپله ډله جوړه او وروسته یې د سولې د عالي شورا له یوه پلاوي سره په دوبۍ کې خبرې وکړې.

د طالبانو د واکمنۍ د مهال مهم چارواکی آغا جان معتصم یو وار بیا ترکیې ته ستون شوی او ملګري یې وایې چې د سولې بهیر ته به دوام ورکړي.

آغا جان د فبرورۍ په میاشت کې "د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک" په نامه خپله ډله جوړه او وروسته یې د سولې د عالي شورا له یوه پلاوي سره په دوبۍ کې خبرې وکړې.

له دې غونډې وروسته داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې نوموړی د متحده عرب اماراتو له خوا نیول شوی و.

خو آغا جان وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي چې " د ځینو امنیتي ننګونو له کبله د عربي متحده اماراتو د چارواکو په همکارۍ د څه مودې لپاره له خپل استوګنځي یوه خوندي ځای ته لېږدول شوی و".

هغه د رسنیو هغه رپوټ هم رد کړ، چې ګواکې د اماراتو د امنیتي چارواکو له خوا نظر بند شوی و.

اوس د ښاغلي معتصم ملګرو بي بي سي ته تایید کړې چې آغا جان یو وار بیا ترکیې ته رسېدلی دی.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وو چې له دوبۍ نه د افغان حکومت په غوښتنه نوموړی کابل ته لېږدول شوی و او له څه مودې وروسته اوس بیا ترکیې ته تللی دی.

د نوموړي یوه ملګري بي بي سي ته وویل "موږ تایيدو چې محترم ملا آغاجان معتصم اوس ترکیه کې موجود دی او د سولې لپاره یې خپل فعالیتونه پیل کړي. له موږ سره یې د ټېلېفون او انټرنېټ له لارې تماسونه هم ټینګ کړي دي."

آغا جان معتصم د ۲۰۱۱ کال د اګست په میاشت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وسله والو له خوا په نښه شو چې په پایله کې ټپي شو.

نوموړی لومړی ترکیه کې مېشت و او بیا متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

ده وړاندې ویلي وو چې د دوبۍ په دغه غونډه کې د "اسلامي امارت" وزيرانو، ډېپلوماتانو او د اوسني مهال سترو نظامي قومندانانو او متنفذو مشرانو ګډون کړی وو.

ورته مطالب