کابل کې بمي چاودنې یو تن وژلی

Image caption بم د امنیتي ځواکونو په یوه موټر پورې نښلول شوی و .

د افغانستان کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې د کابل په ختیځ کې یوه مقناطیسي بم چادونې یو تن وژلی او دوه تنه نور يې ټپیان کړي دي.

د دغه وزارت ویاند نجیب الله دانش بي بي سي ته وویل، چې دا بم د امنیتي ځواکونو په یوه موټر پورې نښلول شوی و او د چهارشنبې( مې ۱۴ ) سهار نژدې شپږ بجې یې په کارته نو سیمه کې چاودنه وکړه.

د ښاغلي دانش په وینا، په دغه پېښه کې موټرچلونکی پولیس وژل شوی او په موټر کې ناست دوه تنه نورټپیان شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی. د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې په دا وروستیو کې دا ډول بریدونه زیات شوي دي.

د ښاغلي دانش په وینا امنیتي ځواکونو دا ډول لسګونه پېښې پيژندلې او مخنیوی یې کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرسیتال وايي، د پولیسو څارګر بنسټونه هڅه کوی، چې د مقناطیسي بمونو مخه ونیسي. هغه له ټولو خلکو په ځانګړي ډول له امنيتي ځوکونو وغوښتل چې په تمځایونوکې د موټرونو درولو پر مهال ډېرپام وکړي چې سخت دریځي ونه شي کولی د دوی په موټرونو کې بمونه کېږدي.

ښاغلي دانش وویل، په نامناسبو ځایونو کې د موټرونو درول او هغو ته پام نه کول سخت دریځو ته دا زمینه برابروي چې د دوی په موټرونو کې بمونه کېږدي.

وسله والو طالبانو په دا وروستیو کې د افغانستان په لر او بر کې لسګونه بریدونه کړي.

د افغان امنیتي سرچینو په وینا، طالبانو په دغو بریدونو کې ډېر تلفات درلودل او خپلو ډېری موخو ته نه دي رسیدلي.

ورته مطالب