د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي پر ۲۴ کېږي

Image caption ښاغلی نورستاني وويل د دويم پړاو ټاکنو وروستۍ پايلې به د چنګاښ پر ۲۵مه اعلان شي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ۱۳۹۳ لمريز کال ولسمشرۍ ټاکنو کې عبدالله عبدالله لومړی مقام ترلاسه کړی او اشرف غني احمدزي دويم ځای خپل کړی دی.

د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني په يوه خبري کنفرانس کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېده، وويل د ولسمشرۍ د اتو نوماندانو له ډلې هېڅ نوماند نه دی توانېدلی ۵۰+۱ رايې خپلې کړي او ټاکنې دويم پړاو ته وغځېدې.

ښاغلي نوروستاني وويل د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون له لوري د شکايتونو له څېړلو وروسته دوی ته ور استول شوې پايلې ښيي چې د ټاکنو په ابتدايي پايلو کې لوی توپير نه دی راغلی.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د دغو پايلو له مخې عبدالله عبدالله د ټولو کارول شويو رايو ۴۵سلنه چې مخکې يې ۴۴،۹ سلنه رايې وړې وې او اشرف غني احمدزي ۳۱،۶ سلنه چې مخکې يې ۳۱،۵ سلنه رايې وې، خپلې کړې دي.

نورستاني وويل د ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو به د دوو مخکښو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د غبرګولي پر ۲۴مه چې د جون ۱۴مه کېږي ترسره شي.

دويم پړاو پايلې

ټاکل شوې وه د ټاکنو دويم پړاو د لومړي پړاو د وروستيو پايلو له اعلان نه دوه اوونۍ وروسته ترسره شي، خو د ټاکنو کمېسيون يې د ځنډ لامل د وسلوالو په يوه بريد کې د دويم پړاو د ځينو مهمو توکو ويجاړېدل په ګوته کوي.

د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني وويل د دويم پړاو ټاکنو ابتدايي پايلې به د چنګاښ پر ۱۱مه او وروستۍ پايلې به يې دوه اوونۍ وورسته د همدې مياشتې په ۲۵مه نېټه اعلان شي.

ده وويل که دوه مخکښ نوماندان د دويم پړاو ټاکنو په اړه شکايتونه ولري کولای شي، خپل شکايتونه له ټاکنو يوه ورځ وروسته د چنګاښ پر ۱۲ او ۱۳مه نېټه وکړي.

پر همدې مهال د ټاکنو کمېسيون ژمنه وکړه د کمېسيون هغه کارکوونکي به له دندو لرې او د قانون منګولو ته وسپاري، چې په ټاکنو کې يې ټګي کړې ده.

د ټاکنو د وروستيو پايلو له اعلان وړاندې د ولسمشرۍ نوماند زلمي رسول له عبدالله عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړ، خو د ده لومړی مرستيال احمد ضياء مسعود او د ولسمشر کرزي ورور قيوم کرزی چې په ټاکنو کې يې لوی ملاتړی و، ورسره نه وو.

تر دې وړاندې د اسلامي حزب د شوراګانو اتحاد له بل مخکښ نوماند اشرف غني احمدزي او محمد شفيق ګل اغا شيرزي له عبدالله عبدالله نه ملاتړ وکړ.

د ټاکنو ابتدايي پايلې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ رسمي پایلې اعلان کړې.

د بشپړو ابتدايي پايلو له مخې عبدالله عبدالله په سلو کې ۴۴،۹ سلنه او اشرف غني احمدزي په سلو کې ۳۱،۵ سلنه رايې خپلې کړې دي، چې تر نورو نوماندانو مخکې دي.

د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني وايي په دغو ټاکنو کې ټولټال ۶۸۹۲۸۱۶ (شپږ ميليونه اته لکه دوه نوي زره اته سوه شپاړلس) کسانو خپلې رايې کارولې دي.

ښاغلی نورستانی وايي په ټاکنو کې د نارينه و ګډون ۶۴٪ او د ښځو ونډه ۳۶٪ و.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر ورځ د ۲۰۵۶۱ مرکزونو له ډلې ۱۹۴۳۱ يې پرانستي وو.

کمېسيون زياتوي چې په ۵۴۷ مرکزونو کې هېڅ رايه اچونه نه ده شوې او په ۳۱ ولايتونو کې ۵۲۵ مرکزونه له شمېر ويستل شوي، ځکه چې د شمېرلو لپاره يې د کمېسيون شرايط نه وو پوره کړي.

ده وویل په ټوله کې د ۱۹۶۴ محلونو رايې د تفتيش لپاره بيلې شوي، چې په خبره يې د ۸۱۰ محلونو بيا شمېرنه هم بشپړه شوې ده.

ښاغلي نورستاني وويل له ۴۰۰۰۰ ډېرې رايې د ولسمشرۍ هغو نوماندانو ته لوېدلي، چې له نوماندۍ منصرف شوي وو.

د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني وویل د وروستيو پايلو له اعلان وروسته که ټاکنې دويم پړاو ته ځي د قانون له مخې د سر سر دوه نوماندان مکلف دي چې سيالۍ ته ودرېږي.

۸۲ سلنه قسمي پايلې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تېرې پنجشنبې پر ورځ (غویي ۴مه) د ولسمشرۍ ټاکنو ۸۲ سلنه رایو پایلې اعلان کړې، چې له مخې يې عبدالله ۴۳،۷ سلنه او اشرف غني ۳۲،۹ سلنه رايې خپلې کړې وې.

زلمی رسول دريم، عبد رب الرسول سياف څلورم، قطب الدين هلال پنخم، ګل اغا شيرزی شپږم، داود سلطانزوی اووم او هدایت امين ارسلا اتم ځای لري.

۴۹ سلنه قسمي پايلې

د انځور حقوق AFP
Image caption کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو ابتدايي پايلې د اپريل پر ۲۶ اعلان کړې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ ټاکنو ۴۹.۶۷ سلنه رایو قسمي پایلې اعلان کړې.

د دغو پايلو له مخې عبدالله عبدالله ۴۴،۴ او اشرف غني احمدزي ۳۳،۲ سلنه رايې خپلې کړې دي.

زلمی رسول دريم، عبد رب الرسول سياف څلورم، قطب الدين هلال پنخم، ګل اغا شيرزی شپږم، داود سلطانزوی اووم او هدایت امين ارسلا اتم ځای لري.

۱۰ سلنه قسمي پايلې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ۲۶ ولايتونو لس سلنه رايو پايلې اعلان کړې.

د دغو څه دپاسه ۵۰۰ زره شمېرل شويو رايو د قسمي پايلو له مخې ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله د ۴۱،۹ رايو په خپلولو لومړی ځای لري.

د ولسمشرۍ بل مخکښ نوماند اشرف غني احمدزي د ۳۷،۶ سلنې راپو په ترلاسه کولو دويم ځای خپل کړی دی.

زلمی رسول دريم، عبد رب الرسول سياف څلورم، قطب الدين هلال پنخم، ګل اغا شيرزی شپږم، داود سلطانزوی اووم او هدایت امين ارسلا اتم ځای لري.

ورته مطالب