د افغان او پاکستاني پوله ساتونکو تر منځ نښته شوې

د انځور حقوق
Image caption دغه نښته د معروف ولسوالۍ د اعلی جرګې په سیمه کې رامنځته شوې.

کندهار کې د افغان او پاکستانې پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي چې نن (پنجشنبه ۱۵ مې) سهار اووه بجې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانی وایي، چې وروسته د دواړو لورو له خوا نښته وشوه، چې وايي په ترڅ کې یې د سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی.

د ښاغلي دراني په خبره، که څه هم د پاکستاني لوري د تلفاتو په اړه معلومات نه لري خو په دغه جګړه کې یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی دی.

دغه نښته د معروف ولسوالۍ د اعلی جرګې په سیمه کې رامنځته شوې.

د تېرې یکشنبې په ورځ هم په کندهار کې د یوه روغتیايي کلینیک مخې ته ځانمرګی برید وشو چې د چارواکو په خبره لږ ترلږه شپږ ولسي وګړي یې ووژل او ۳۸ نور یې ټپیان کړل.

برید غرمه مهال نژدې یوولس بجې د سپین بولدک او دامان ولسوالیو ترمنځ پر لویه لاره د دامان په مونډي حصار کلي کې وشو.

دغه کلی د کندهار هوايي ډګر ته نژدې پروت دی.

تېره ورځ پنځو ځانوژونکو بریدګرو چې ویل کېږي درې یې پاکستانیان وو، د افغان سرحدي ځواکونو پر یوه اډه برید وکړ.

ورته مطالب