ننګرهار کې چاودنې ۲۵ کسان ټپيان کړي دي

د انځور حقوق AP
Image caption امنيتي چارواکي وايي د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده

د افغانستان په ختيځ کې چارواکي وايي د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې يوې چاودنې لږترلږه يو کس وژلی او ۲۵کسان يې ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي بي بي سي ته ويلي په ټپيانو کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو دوه سرتېري هم شامل دي.

د غني خېلو د روغتون مشر ډاکټر رحمن ګل وايي، روغتون ته ۲۵ ټپيان وروړل شوي، چې ماشومان هم په کې شامل دي.

دی وايي روغتون ته په چاودنه کې د يوه وژل شوي جسد هم وروړل شوی دی.

ولايتي چارواکي وايي چاودنه نن (جمعه، ۱۶ مې) سهار شاوخوا نهه بجې د غني خېلو په بازار کې د ګڼې ګوڼې پر مهال شوې ده.

د ننګرهار د امنيه قومندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال بي بي سي ته ويلي چاودېدونکي توکي په يوه لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شوي و.

چارواکي وايي تر اوسه لا نه ده کره شوې چې د بريد اصلي موخه څوک و، خو په خبره يې لوی زيان يې ملکيانو ته اړولی دی.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې افغان چارواکو د دا ډول بريدونو پړه پر وسلوالو طالبانو اچوله.

د غني خېلو ولسوالي چې د جلال اباد ښار په سويل ختيځ کې پرته ده، تر دې وړاندې هم د تاوتريخوالي د پېښو شاهده وه.

پکتيکا

د افغانستان په سويل ختيځ ولايت پکتيکا کې چارواکي ادعا کوي، چې ۱۵ وسلوال مخالفين د آيساف ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو د پکتيکا د چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

ولايتي چارواکي وايي تېره ورځ وسلوالو غوښتل چې د پکتيکا په سروضې ولسوالۍ بريدونه وکړي، خو د دغې ولسوالۍ د مارزګو او موسی خيلو په سيمه کې د ايساف هوايي بريدونو په نښه کړل.

د پکتيکا مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې ويناپاڼه کې ويل شوي، چې ايساف ځواکونو له هوايي بريد وړاندې د پکتيکا سيمه ييز چارواکي خبر کړي و.

په ويناپاڼه کې ويل شوي، چې په دغه بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

آيساف ځواکونو تر اوسه په پکتيکا ولايت کې د هوايي بريد په اړه څه نه دي ويلي.

ورته مطالب