ایا موزیم ته ورغلي یاست؟

د انځور حقوق BBCpashto.com
Image caption ایا کله هم موزیم ته ورغلي یاست؟

یکشنبه، د غوايي ۲۸ د موزیمونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ له ۳۷ کلونو راهیسې، هر کال نژدې په ټوله نړۍ کې د دې لپاره لمانځل کیږي، چې د ټولنې په پرمختګ کې د موزیمونو له ونډې خلک خبر کړي.

پر دغه ورځ د موزیمونو نړیواله شورا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خلک موزیمونو ته وربولي چې له پخوانیو تمدنونو، تاریخي او هنري اثارو سره بلد شي.

ستاسې نظر په پروګرام کې پر دې خبرې کوو، چې تاسې څومره له موزیمونو سره اشنا یاست؟

ایا کله هم موزیم ته ورغلي یاست؟

څنګه کېدای شي، چې خلک موزیمونو ته ورمات شي؟

که غواړئ په دې اړه خپل نظر او یا هم تجربې راسره شریکې کړئ نو د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې راته په دې شمېره زنګ ووهئ:

۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

دارنګه د بي بي سي پر پښتو فیسبوک پاڼه خپل نظر او یا خپله شمېره هم راته پرېښودی شئ.