کندهار کې څلور پوليس په اعدام محکوم شول

Image caption د کندهار د ښاري محکمې ریس د دواړو غاړو تر دلايلو اوريدلو ورسته څلور تنه پوليس د قتل په تور په اعدام محکوم کړل.

د کندهار ښاري محکمې هغو څلورو پوليسو ته د اعدام سزا واوروله چې دوه کاله وړاندې يې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې درې مېله وال وژلي وو.

پر دغو پوليسو تور و، چې درې تنه مېله وال يې د سربند په سيمه کې له هغو د موټرونو، پيسو او مبايلونو د تر لاسه کولو په موخه وژلي او وروسته يې د هغوی کورنيو ته ويلي وو چي وژل شوي کسان وسله وال مخالفين وو.

په علني محکمه کې شپږ پوليس او يو د ملي امنيت سرتېرى تورن وو چې د موظف څارنوال په وينا، هغوی په خپلو اعترافو کې منلې چې مېله کوونکي یې وژلي دي.

خو تورنو پولیسو د نننۍ علني محکمې د غونډې پر مهال پر دوی لګول شوي ټول تورنه بې بنسټه وبلل.

د وژل شوو کسانو د کورنۍ غړي وایې چي تر وژل کېدو وروسته دغو پوليسو ورته ویلي وو چي د دوی د کورنۍ غړي وسلوالو نيولي وو.

دوی ورته ویلي و چې هغوی په چمن کې دي او دوي يې د لسو لکو (یو میلیون) پاکستانۍ کلدارو په بدل کې را خوشي کولای شي.

د وژل شوو د کورنیو غړو ویل چي دوی اړ شول چې پولیسو ته د لسو لکو کالدارو تر ورکولو وروسته د خپلو کورنیو د غړو مړي تر لاسه کړي.

دوی په خپلو خبرو کې نيول شوي کسان د کورنۍ د غړو په وژل کېدو تورنول.

د کندهار د ښاري محکمې ریس د دواړو غاړو تر دلايلو اوريدلو ورسته پرېکړه صادره کړه او په دې پېښه کې يې د لاس لرلو په تور د شاوليکوټ ولسوالۍ څلور تنه پوليس د قتل په تور په اشد مجازت يعني اعدام محکوم کړل.

د يادونې وړه ده چې دغه کسان څه موده مخکې هم محکمي ته حاضر شوي وو چې د پلټنو د نه بشېړېدو له امله يې سزاوی نه وې ټاکل شوې.

ورته مطالب