کونړ کې چاودنې یو زده کوونکی وژلی

Image caption د کونړ د پولیسو مشر عبدالحبیب سیدخیل بي بي سي ته وویل، دا بم د ښوونځي په لاره کې اېښودل شوی و.

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې د سړک ماین په چاودنه کې یو زده کوونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. بل خوا کندهار کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدا مخکې وژل شوی.

له پاکستان سره په سرحدي ختيځ کونړ ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې یو کس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د کونړ د پولیسو چارواکي وايي، دا چاودنه په خاص کونړ ولسولۍ کې شوې، چې په کې وژل شوی د ښوونځي زده کوونکي دي.

د کونړ د پولیسو مشر عبدالحبیب سیدخیل بي بي سي ته وویل، دا بم د ښوونځي په لاره کې اېښودل شوی و.

په کونړ کې د بي بي سي خبریال وايي، ښوونځی د ولسوالۍ پولیسو پوستې ته نژدې و او امنیتي ځواکونو په هغه ځای کې تګ - را تګ کاوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي دا کار د طالبانو دی، خو تر اوسه طالبانو د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

کونړ د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري، چې د نورو ولایتونو په پرتله یې په ولسوالیو کې طالبانو ډېر فعال دي.

بل خوا، په سوېلي کندهار ولایت کې یو ځانمرګی چې غوښتلې یې په امنیتي ځواکونو برید وکړي، د امنیتي کسانو په ډزو تر ځان چوولو مخکې وژل شوی.

د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال وايي، برید کوونکی د سهار پر ۶ بجو د ملي امینت ادارې ته د ننه شوی و، چې د ملي امنیت د سرتېرو لخوا ووژل شو.

د کندهار د والي ویاند وايي، د دغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې دوه بم خښوونکي د خپل بم خښولو پرمهال وژل شوي.

دويم پړاو ته د ټاکنو په نژدې کېدو سره د افغانستان د دولت مخالفان هڅو کوي چې امنیتي وضعیت ګډوډ کړي، خو د افغانستان دولت د پخوا په څېر خپل امنیتي تدابیر ټینګ کړي دي.

ورته مطالب