محمدي: د دویم پړاو ټاکنو امنیت ته چمتو یو

د انځور حقوق
Image caption بسم الله محمدي وايي هغوی د کورنیو چارو او ملي امنیت د ریاست سره په ګډه د امنیتي وضیعت په ارزولو بوخت دي.

د افغانستان د دفاع وزیر وايي د افغانستان ټول ځواکونه چمتو دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو لپاره هم امنیت خوندي کړي.

بسم الله محمدي وايي هغوی د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست سره په ګډه د امنیتي وضیعت په ارزولو بوخت دي او په خبره یې په راتلونکو دوو اونیو کې به د خپلو ارزونو پایلې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریکې کړي.

په همدې حال کې د افغانستان پر ټاکنو د څار ډلې وايي ښايي په دویم پړاو کې د لومړي هغه په پرتله د خلکو ونډه پیکه وي.

له کابله محمود کوچی په خپل رپوټ کې وايي کله چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو د ترسره کېدو په اړه د ټاکنو کمېسیون یو لړ اندېښنې په ډاګه کړې، نو ورسره جوخت د دغه هېواد د دفاع وزارت د ټاکنو د خوندیتوب لپاره پوره، پوره چمتوالی په ډاګه کړ.

د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي چې نن (یکشنبه د غويي ۲۸مه) یې د ټاکنو د دویم پړاو په اړه بلل شوې غونډې ته وینا کوله ډاډ څرګند کړ چې د دویم پړاو ټاکنې به د لومړي هغه په څېر په پوره خوندیتوب کې تر سره شي.

نوموړي وویل د افغانستان امنیتي ځواکونه لا له وړاندې د دویم پړاو ټاکنو د ترسره کولو لپاره په تابیا کې وو او له هماغه پیله یې چمتوالی نیولی و.

هغه وايي چې په راتلونکو دوو اونیو کې به دوی د خپلو ټولو ارزونو پایلې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریکې کړي.

تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسیون ویلي وو چې په دویم پړاو کې به نا امني هغه ستره ننګونه وي چې دوی ورسره مخامخ دي.

د کمېسیون ویاند وايي چې د دغه هېواد په ۱۵ ولایتونو کې داسې سیمې شته چې امنیتي ستونزې لري.

دا رنګه پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې د ګڼو ننګونو له امله چې یوه یې دوی امنیتي ستونزه یادوي ښايي په ټاکنو کې د خلکو ونډه اغیزمنه شي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ تیفا مشر محمد نعیم ایوبزاده وايي چې د دوی د اټکل له مخې کېدای شي چې د لومړي پړاو د ټاکنو په پرتله په دویم کې د خلکو ونډه پراخه نه وي.

دغه ډله هیله منده ده چې افغان ځواکونه به د امنیت د خوندي کولو ترڅنګ په دویم پړاو کې له راې ورکوونکو، څارونکو او کتوونکو سره سم چال چلند وکړي.

دوی د ټاکنو کمېسیون ته وړاندیز کوي چې د هغو شاوخوا ۳۰۰۰ کارکونکو پر ځای چې په تېرو ټاکنو کې د درغلیو په تور له دندو ګوښه شوي وړ کسان پر چارو وګوماري او د ګومارلو پر مهال یې له مدني ټولنو سره هم همغږی وکړي.

دغه ډله د ټاکنو پر دواړو کمېسیونونو غږ کوي چې د ټاکنو د رڼښت او د خلکو د باور د زیاتولو لپاره ټاکنې له مهالویش سره سمې تر سره شي.

ورته مطالب