کابل کې د ملي موزیم لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption د ملي موزیم چارواکي وايي، چې د کورنیو جګړو پرمهال د دغه موزیم ډېری لرغوني اثار له منځه تللي خو وايي اوس یې زرګونه اثاره بیرته ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په پلازمېنه کابل کې یې د ملي موزیم لپاره پر نوې ودانۍ کار پیل کړی دی.

د وزارت په وینا، نوې ودانۍ به په نړیوالو معیارونو برابره وي، چې د پخوانۍ هغې ترڅنګ به جوړیږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو دغه څرګندونې د موزیمونو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په کابل کې وکړې.

بل خوا د فرهنګي میراثونو په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره یونسکو وايي، په پلان کې لري، چې په بامیانو کې هم موزیم جوړ کړي.

له کابله حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې وايي د موزیمونو نړیوالې ورځې د لمانځلو په موخه په پلازمېنه کابل کې د ملي موزیم انګړ کې د افغان چارواکو په ګډون ځینې بهرني دیپلوماتان او د یونیسکو استازي راټول شوې وو.

د موزیمونو نړیواله ورځ له ۱۹۷۷ کال راهیسې هر کال د نړۍ په شاوخوا ۱۳۰ هېوادونو کې د موزیمونو د نړیوالې شورا له خوا لمانځل کېږي او موخه یې دا وي، چې د ټولنې په پرمختګ کې د موزیمونو له ونډې خلک خبر کړي.

افغانستان هم له څلورو کلونو راهیسې د دغې شورا غړیتوب تر لاسه کړی او هر کال دغه ورځ لمانځي.

د ملي موزیم چارواکي وايي، چې د کورنیو جګړو پرمهال د دغه موزیم ډېری لرغوني اثار له منځه تللي خو وايي اوس یې زرګونه اثاره بیرته ترلاسه کړي دي.

د دغه موزیم مشر عمرا خان مسعودي وايي، د موزیم اوسنۍ ودانۍ د اثار د ساتلو لپاره مناسبه نه ده او د نوې ودانۍ چارې یې پیل کړې دي.

بل خوا د فرهنګي میراثونو په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره یونسکو وايي، په پام کې لري چې په بامیانو کې هم د موزیم د جوړولو چارې پیل کړې.

په افغانستان کې د یونیسکو کلتوري مشر چارلیس ګیمل وايي، په هرات د تاریخي اثارو رغول هم په پام کې لري.

اوس مهال د پلازمېنې کابل ترڅنګ د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم موزیمونه شته، چې زرګونه لرغوني اثار په کې ساتل کېږي.

ورته مطالب