م.م: مخکښ کاندیدان دې وروستۍ پایلې ومني

Image caption د یوناما د مرستیال په ګومان طالبان به د ټاکنو دویم پړاو کې هڅه وکړي د ټاکنو بهیر ګډوډ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي د دفتر مرستیال نیکولاس هیسوم د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو غوښتنه کړې چې له همدا اوسه څرګنده کړي چې د ټاکنو وروستۍ پایلې به مني.

دا چې هېڅ یو کاندید ونه توانېد چې په لومړي پړاو کې ټاکنې وګټي اوس به دوه مخکښ کاندیدان ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزی د غبرګولي/جوزا په ۲۴مه د ټاکنو په دویم پړاو کې سره سیالي وکړي.

ښاغلي هیسوم وویل د ټاکنو د دویم پړاو پر وړاندې ستره ننګونه امنیتي ده او طالبان به بیا هڅه وکړي چې د ټاکنو بهیر ګډوډ کړي.

د بي بي سي خبریال ډېویډ لاین په رپوټ کې وايي نیکولاس هُسوم وویل کېدای شي چې د مخکښو کاندیدانو په پلوي درغلي شوې وي خو په افغانستان کې د وري په ۱۶ ټاکنې د تېرو هغو په پرتله ډېرې روښانه وې.

نوموړي د دویم پړاو پر دواړو کاندیدانو غږ وکړ چې د لوبې اصولو ته غاړه کېږدي او په عام محضر کې دا خبره خپلو پلویانو ته روښانه کړي.

"موږ پر هغوی غږ کړی چې د لوبې اصولو ته غاړه کېږدي او د دې پرځای چې د ټاکنو پایلې رد کړي د شکایاتونو کمېسیون ته مراجعه وکړي چې شته دی. موږ غواړو چې هغوی په ټینګه خپلو پلویانو ته څرګنده کړي چې د ټاکنو پایلې به مني."

ښاغلي هیسوم زیاته کړه چې د ټاکنو په دویم کې به احساسات لوړ وي او دعوې کېدای شي چې په تاوتریخوالي واوړي.

ښاغلي هیسوم وویل هیله من دی چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنې به په سوېل او شمال کې د قومي جلا کېدو سبب نه شي.

نوموړي وویل دا چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنې د ده په خبره د طالبانو د جګړې د موسم په منځ کې ترسره کېږي نو پر وړاندې به یې ستره ننګونه هم د امنیت وي.

د ښاغلي هیسوم په وینا طالبان ونه توانیدل چې د ټاکنو لومړی پړاو هغسې چې دوی غوښتل له خنډ سره مخامخ کړي او دا ځل به بیا هم هڅه وکړي چې د ټاکنو بهیر ګډوډ کړي.

ورته مطالب