'سارک' د بامیان ښار فرهنګي مرکز وټاکه

Image caption افغانستان په ۲۰۰۷ کال کې د سارک سازمان غړیتوب تر لاسه کړ

د افغانستان بامیانو ښار په ۲۰۱۵ کال کې د سویلي آسیاهمکاریو سازمان ( سارک ) له خوا د فرهنګي مرکز په توګه منل شوی دی. افغانستان دغه وړاندیز کړی و. په پام کې ده چې دوې اونۍ وروسته د دغه سازمان یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي چې د دغه پروګرام په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

افغانستان په ۲۰۰۷ کال کې د سارک سازمان غړیتوب تر لاسه کړ. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، معین پوهنمل نبي فراهي په کابل کې زموږ له همکار سمیع الله موسی زي سره په مرکه کې ویلي چې دغه نومونه د بامیان تاریخي ارزښت ته په پام سره د افغانستان لپاره لوړ معنوي ارزښت لري.

د بامیانو له نوم سره د ډېری انسانانو په ذهن کې د بودا مجسمې او بند امیر انځور را ګرځي او همدا د بودا مجسمې د بامیانو تاریخ لویې نښې منل کېږي.

د زمانو په تېریدو سره دې مجسمو ته ډېر زیانونه ور اوښتي خو لا تر اوسه هېڅ هېواد هم د هغو د جوړولو په برخه کې ژمنه نه ده کړې.

هغه شان چې کارپوهانو ویلي دا به ۱۰ میلیونه ډالره لګښت وغواړي.

بیارغونه یې هم همدومره لګښت غواړي ځکه ډېرې ټوټې نړیدلې او بیا جوړولو ته اړتیا لري.

له تېرې یوې لسیزې راهیسې ډېرې هڅې وشوې چې د بودا نړول شوې مجسمې بیا ورغول شي او یا یې پر ځای نوې مجسمې جوړې شي.

خو تر دې دمه زیاتره دغه چارې د کاغذ پر مخ وې او کوم عملي ګام نه دی اوچت شوی.

د بامیانو مرستیال والي وايي هغسې چې د دغه ولایت د خلکو تمه ده کارونه نه ترسره کېږي.

په بامیانو کې د بودا سترې مجسمې له لومړۍ تر پنځمې پېړۍ د کوشانیانو د امپراطورۍ پر مهال جوړې شوې وې.

دغه مجسمې وړاندې تر هغه چې ونړول شي په نړۍ کې د بودا سترې ډبرینې مجسمې بلل کېدې.

ورته مطالب