د ولایتي شوراګانو د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه پایلې درې ورځې ځنډ وروسته اعلان شوې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د دغه هېواد د ولایتي شوراګانو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور وايي، د ولایتي شوراګانو د ټاکنو لومړنۍ پایلې د دغه کمېسیون په رسمي سایټ کې خپرې شوې دي.

د ولایتي شوراګانو ټاکنې له ولسمشریزو ټاکنو سره هممهاله د وري په ۱۶ تر سره شوې.

د ټاکنو مهالویش پر بنسټ، د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې باید د غوايي په ۲۷ اعلان شوې وای، خو دا پایلې له دریو ورځو ځنډ وروسته نن د مې ۲۰ مه اعلان شوې.

ښاغلی نور وايي، دوی د ټاکنو د شفافیت لپاره د پایلو ټول جدولونه د کمېسیون په سایټ کې خپاره کړي او دې کار یو څه وخت ته اړتیا درلوده.

د ولایتي شورا ۲۷۱۳ نوماندانو وروستی نوملړ اعلان شو، چې له دې ډلې نه ۳۰۸ تنه یې ښځې وې. دغو سیالویو کې ۴۵۸ کسان د دغو شوراګانو دغړو په توګه وټاکل شول، چې ۹۶ تنه یې ښځې دي.

د افغانستان ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې نژدې اووه میلیونو کسانو ګډون کړی و.

د ولایتي شوراګانو نوماندان ۲۴ ساعته وخت لري چې له لومړنیو پایلو څخه خپل شکایتونه د شکایاتو څیړنیز کمېسیون سره ثبت کړي.

د شکایاتو ارزونې کمېسیون ویاند نادر محسني وايي، چې دا شکایتونه به په علني ډول څېړل کېږي. د ولایتي شوراګانو وروستۍ پایلې به د غبرګولې په ۱۷مه اعلان شي.

ښاغلی نور وايي، د دې شکایتونو څیړل به په ټاکلي وخت تر سره شي او وروستۍ پایلې به پرته له ځنډه اعلان شي.

ورته مطالب