بدخشان: یمګان ولسوالۍ کې تازه نښته شوې

Image caption د یمګانو ولسوالۍ د فیض اباد په ۸۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د افغانستان د شمال ختیځ ولایت بدخشان چارواکي مني چې د طالبانو له برید وروسته یې یمګانو ولسوالۍ کې د دوی اړیکي له خپلو ځواکونو سره پرې شوي دي، خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې لا هم د دوی ځواکونه دغلته له مخالفینو سره په جګړه کیوتي او هیله څرګندوي چې د نورو ځواکونو په استولو سره به ډېر ژر له دغې ولسوالۍ نه وسلوال په شا وتمبوي.

په همدې حال کې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن غرمه یې دغه ولسوالي په چور لټ ډول نیولې او حکومتي غاړې ته یې د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا هم کړې. محمود کوچی په دې اړه له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې د بدخشان اوسیدونکو او عیني شاهدانو منلې چې د فیض اباد په ۸۰ کیلو مترۍ کې پرته د یمګانو ولسوالي د طالبانو په لاس کیوتې او یو شمېر حکومتي ځواکونه یې یا وژلی او یا یې هم ژوندی نیولي دي.

د جرم ولسوالۍ اوسیدونکی ناصر نوا چې د همدغې ولسوالۍ په ګاونډ کې اوسیږي وايي چې دغه ولسوالي په چورلټ ډول طالبانو نیولې ده:

' د یمګانو ولسوالي په چورلټ ډول د طالبانو لاس ته ورغلې، دغلته یو پولیس ژوبل او یو پولیس افسر وژل شوی دی. د پولیسو مخابراتي سستم ویجاړ شوی او هلته د هغو مخابراتي شبکو اړیکي هم طالبانو پرې کړي او ستنې یې ورته غورځولې دي، هغه کسان چې له جرمه دغې ولسوالۍ ته په تګ راتګ کې دي، ټولو دا منلې چې دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې. د جرم ولسوالۍ ټول خلک همدا خبره کوي.'

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې لا هم د دوی ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې دي او هیله څرګندوي چې د نورو ځواکونو په استولو سره به له دغې ولسوالۍ نه وسلوال په شا وتمبوي.

خو د طالبانو په لاس د دغې ولسوالۍ د کیوتو په اړه حکومتي چارواکي سره یوه خوله نه دي، د بدخشان ولایت د پولیسو د امنیت امر عبدالقدیر صیاد وايي چې د خپلو ځواکونو سره یې اړیکي پرې شوي او په دې اړه یې لا له وړاندې لوړ پوړو چارواکو ته خبرداری ورکړی و:

' څو شیبې وړاندې هم په ولسوالۍ کې جګړه روانه وه، د ملی پوځ، ملي پولیسو او ملی امنیت ځواکونو له مخالفینو سره مقاومت کاوه ، خو اوس ستونزه دا ده چې اوس مو ورسره اړیکي پرې شوې دي او دښمن هم د ولسوالۍ ځینو برخو ته وردننه شوی دی، موږ څو، څو ځلې چارواکو ته ویلي چې د یمګانو ولسوالي ارزښتناکه ولسوالي ده او د دغې ولسوالۍ ځینې برخې له ګواښونو سره مخامخ دي او دولت ته ستر خطر پیښوي، که اوس هم د هوايي ځواک پر مټ مخالفین و نه ځپل شي، موږ د ځمکې له لارې، چې ټولې لارې تړل شوي موږ څه نه شو کولای '

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نوموړې ولسوالي یې په چورلټ ډول نیولې او حکومتي ځواکونو ته یې د زیاتې مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ دا هم ویلي چې وسلې او مهمات یې هم تر لاسه کړي دي.

د یمګانو ولسوالي چې د فیض اباد په ۸۰ کیلومترۍ کې پرته ده د کشم، جرم او کرانو منجانو ولسوالیو سره ګډه پوله لري او ۳۰ زره کسه په دغې ولسوالۍ کې ژوند کوي.

داسې ویل کېږي چې د حکومت له ولکې د دغې ولسوالۍ وتل به نورو ګاونډیو ولایتونو ته هم د مخالفینو ګواښونه ډېر کړي.

د دې تر څنګ داسې هم ویل کېږي چې د دغې ولسوالۍ له سقوط سره به د بدخشان په نورو ولسوالیو کې هم نا امني زیاته شي.

ورته مطالب