د ټاکنو دویم پړاو هلو ځلو پيل او د ملاتړ دريځونه

د انځور حقوق AFP
Image caption عبد الله عبد الله او اشرف غني احمدزی به په دوهم پړاو کې سره سيالي کوي

ټاکل شوې د پنجشنبې له ورځې (د مې له ۲۲/ د غبرګولي له لومړۍ) د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو لپاره د کانديدانو منډې ترړې پيل شي.

د افغان ولسمشرۍ لومړي پړاو کې اتو کانديدانو سيالي کوله، خو هېڅ يو هم پنځوس+يو سلنه رايې پوره نه شوی کړی.

عبد الله عبد الله چې په لومړي پړاو کې یې ۴۵ سلنه او اشرف غني احمدزي ۳۱،۶ سلنه رايې ګټلی وې، اوس به په دوهم پړاو کې سره سيالي کوي، چې ټاکل شوې د جون پر ۱۴ مه/ دغبرګولي پر ۲۴مه ترسره شي.

د کاندیدانو ټاکنيزې منډې ترړې به د رايې ورکولو له پيل ۴۸ ساعته مخکې د غبرګولي پر ۲۱ مه/ د جون پر ۱۱مه پای ته رسېږي.

د دوهم پړاو ټاکنيزو هلوځلو له پيل يوه ورځ مخکې ځينو سياسي څېرو هم له سيالو کانديدانو د ملاتړ خپل دريځونه په ډاګه کړی دي.

د لومړي پړاو ټاکنو نوماند داود سلطانزوی له اشرف غني احمدزي خپل ملاتړ په ډاګه کړی دی.

ښاغلي سطانزوی د خپل ملاتړ اعلانولو پر مهال اشرف غني د دې وړ وباله چې افغانان تر " الهام بښونکې او مبتکرانه مشرۍ" لاندې د خپلې وړتيا "برخليک ته ورسوي".

په خپله اشرف غني احمدزي وويل "هېڅوک به په څنډه که نه بلکې يو ځای پر مخ روان وي".

ده وويل اوس د مناظرې وخت رسېدلی، چې په وينا يې ولس دوی وپېژني او د ټاکنو بحث په هر اړخيز بحث واوړي.

Image caption له ښي اړخه، امر الله صالح، داود سلطانزوی او جميل کرزی

په مقابل کې د ولسمشر حامد کرزي وراره او د پارلمان مخکني غړي، جميل کرزي بيا د عبدالله عبدالله ملا وتړله.

ښاغلي عبد الله د جميل کرزي د ملاتړ اعلانولو مراسمو کې وويل چې د ژبنيو اوسيمه ييزو مسئلو راپورته کول "عامه ذهنيتونه نه شي ګډوډلی".

ده وويل ډله يې د ټاکنو دواړو کمسيونو او هم د ټاکنو بهير کې د اصلاحاتو غوښتونکې ده.

په همدې وخت کې د افغانستان ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د ټاکنو دوهم پړاو کې به د عبد الله عبد الله ملاتړ کوي.

په کابل کې د بي بي سي پښتو خبرياله زمزمه نيازۍ په خپل راپور کې وايي په راتلونکو څو ورځو کې به هغه سياسي څېرې چې تر دې دمه يې د کوم نوماند ملاتړ نه دی کړی، خپل دريځونه په ډاګه کوي.

د ټاکنو امنيت

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې به امنيتي ننګونې ډېرې وي او د دولت مخالف وسلوال غواړي دغه پړاو له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير عمر داودزی وايي "دويم پړوا ټاکنو لپاره به ننګونې او ګواښونه له لومړي پړاو نه ډېر وي"، ځکه چې په وينا يې "دښمن يې ډېر کينه کښ دی او غواړي چې د ټاکنو لومړي پړاو ماته په دويم پړاو کې جبران کړي".

خو ښاغلي داودزي وويل د ټاکنو لومړنۍ تجربه سره يې وړتيا زياته شوې، او له لومړي پړاوه يې ډېر څه زدکړي چې په وينا به يې "راتلونکو ننګونو او ګواښونو سره هم مبارزه وکړی شي".

Image caption د لومړي پړاو ټاکنو کې د افغانانو ګډون له اټکل لوړ و

د ټاکنو د امنيت ساتلو يو شمېر بنسټونه وايي، له نړيوالو ځواکونو سره د افغان امنيتي ځواکونو ښه همغږي د دې لامل شوه، چې لومړۍ ټاکنې په ښه ترسره شي.

امنيتي ځواکونه مني چې په تېر کې يو شمېر ننګونې او ګواښونه وې، او په ځينو سيمو کې د رايې ورکونې مرکزونه تړلي پاتې شوي وو، خو وايي دا ځل د ښې څېړنې له امله او همدارنګه د تېر ځل له تجربې په ګټې به دويم پړاو ټاکنې ښې ترسره شي.

د ټاکنو کمسيون هم ويلي يو شمېر امنيتي ځواکونو چې په لومړي پړاو ټاکنو کې يې د ځينو نوماندانو په ګټه کار کاوه، دا ځل بايد خپله بې پرې والی وساتي.

پر امنيتي ستونزو سربېره، په لومړي پړاو ټاکنو کې د ځينو امنيتي ځواکونو لاسوهنې يوه جدي ستونزه وه، خو دا ځل د ټاکنو د کمسيون مشر يوسف نورستاني له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې په دويم پړاو ټاکنو کې له لاسوهنو ډډه وکړي.

ده وويل "درې زره کسان" يې لرې کړي، او په ځينو سيمو کې "قومندانان هم په لاسوهنو" کې شريک وو او يا يې "خپلې دندې سمې نه وې ترسره کړې".

خو د کورنيو چارو وزارت چارواکي بيا ويلي دا ځل ټاکنو کې به د امنيتي ځواکونو د لاسوهنو مخنيوی کوي.

ورته مطالب