'په افغان ملي پوځ کې سیاسي لاسوهنې کېږي'

د انځور حقوق

د افغانستان د څیړنې او ارزونې اداره وايي د هېواد ملي اردو به د بهرنیو ځواکونو په وتو له یو لړ ستونزو سره مخامخ شي.

ددغې ادارې له خوا په شوې څیړنه کې ښودل کیږي چې د افغانستان ملي اردو لا هم له سیاسي لاسوهنو کړېږي.

په دغه راپور کې وړاندیز شوی چې په ملي اردو کې باید د سیاسي لاس وهنو د مخینوي لپاره سیاسي ارادې ته اړتیا ده.

په کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی وايي، د افغانستان د څیړنې او ارزونې نا دولتي ادارې له خوا د ملي اردو په اړه په دغه پنځه شپیته مخیز راپور کې ویل شوي چې د افغانستان ملي پوځ د غربي نورمونو له مخې جوړ شوی او همدا لا مل دی چې تر ډېره د افغانستان له شرایطو سره اړخ نه لګوي.

په راپور کې ویل شوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او له دغه هیواده سره د بهرنیو مرستیو په کمیدو به افغان ملي پوځ د لوژستیک په برخه کې او د عملیاتو پرمهال له سترو ننګونو سره مخامخ شي.

د افغانستان د ارزونې او څیړنې د ادارې کارکوونکی رامین انوري وايي په راپور کې راغلي چې که څه هم ملي پوځ په تیره څه باندې یوه لسیزه کې د افغان دولت د تر ټولو پیاوړي ارګان په توګه ځان ثابت کړی خو وايي ملي پوځ د لوژستیک په برخه کې واضح پروګرام نه لري.

''بله ستونزه چې په دغه راپور کې څیړل شوې هغه د لوژستیک په برخه کې ننګونې دي. په راپور کې ویل شوي چې ملي دفاع وزارت د لوژستیک په برخه کې ښکاره پروګرام نه لري، او له همدې امله نه شی کولی چې لرې پرتو سیمو ته د سرتیرو د لیږلو چاره تنظیم کړي. او همدا لا مل دی چې دفاع وزارت د لرې پرتو سیمو د امنیت لپاره له ځايي ځواکونو مرسته غواړي''.

د افغانستان د څیړنې ارزونې او څیړنې په راپور کې ویل شوي چې د ملي پوځ د رامنځته کولو پرمهال د مالي سرچینو د پیداکولو په اړه دقیق سنجش نه و شوی او همدا لا مل دی چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د بهرنیو مرستو په کمیدو به ملي پوځ له لویو ننګونو سره مخامخ شي.

په ارزونه کې ویل شوي چې په ملي پوځ کې د ټولنې له بیلابیلو کچو ځوانان نه دي جلب شوي او یواځې له کلیوالو سیمو ځوانان جلب شوي چې دې نیمګړتیا په ملي پوځ کې یو نا انډولیز حالت رامنځ ته کړی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو که څه هم ددغه راپور په اړه څه ویل له وخته وړاندې بولي خو د افغان حکومت چارواکو په تیر کې ویلي چې د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ لپاره یې د نړیوالو اوږدمهال ژمنې ترلاسه کړي او په دې برخه کې اندیښنه نه لري.

دغه راز د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي د ملي اردو د پیاوړي کولو لپاره یې دولس کلنه اوږدمهال طرحه جوړه کړې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ته به وړاندې شي.

د انځور حقوق
Image caption په ارزونه کې ویل شوي چې په ملي پوځ کې د ټولنې له بیلابیلو کچو ځوانان نه دي جلب شوي
د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د څیړنې ارزونې او څیړنې په راپور کې ویل شوي چې د ملي پوځ د رامنځته کولو پرمهال د مالي سرچینو د پیداکولو په اړه دقیق سنجش نه و شوی
د انځور حقوق
Image caption په دغه راپور کې وړاندیز شوی چې په ملي اردو کې باید د سیاسي لاس وهنو د مخینوي لپاره سیاسي ارادې ته اړتیا ده.
د انځور حقوق
Image caption افغان ځواکونه د نالوستۍ له ستونزې سره هم مخامخ دي

ورته مطالب