'آیسا' د ۴۰۰۰ شرکتونو جوازونه ځنډولي

د انځور حقوق
Image caption اوسمهال په افغانستان کې له ۴۰ زرو ډیر شرکتونه فعالیت کوي چې

په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې له خوا د څلورو زرو خصوصي شرکتونو د فعالیت جوازونه ځنډول شوي دي.

د دغو شرکتونو د جوازونو د لاملونو ځنډول دوه لاملونه لري یو دا چې مالیه یې په وخت نه ده ورکړې او یا دا چې د جواز موده یې پای ته رسیدلي خو لا هم فعالیت کوي.

په کابل کې زموږ سمیع الله موسی زی وايي، نژدې دوه میاشتې وروسته له هغه چې په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې خصوصي شرکتونو ته د مالیې د نه ورکولو او د یا د جواز د نه تمدیدولو له امله خبر داری ورکړی، ددغې ادارې چارواکي وايي د څلورو زرو شرکتونو فعالیت یې ځنډولی او زرګونه نورو شرکتونو ته یې په لیکنې بڼه خبر داری ورکړی چې په درې میاشتو کې باید خپل مالي حسابونه تصفیه کړي.

د دغې ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي چې په دغې ډله کې یو شمیر بهرني شرکتونه هم شامل دي.

هغه وايي ددغو شرکتونو اسناد د پانګونې د عالي کمیسیون له خوا څیړل کیږي. په دغه کمیسیون کې د سوداګرۍ وزیر یې مشري کوي اوه وزیران غړیتوب لري.

Image caption آیسا وايي شاوخوا ۱۰۰۰۰ شرکتونه ماليه نه ورکوي او د کار کولو جوازونه لري خو ګټه ترې نه اخلي.

له بل پلوه د ایسا اداره وايي د کابل د صنعتي پارک هغه سلګونه نمرې به مستردې او صنعتکارانو ته وویشل شي چې صنعتي فعالیت په کې نه کیږي او د نورو فعالیتونو لپاره ترې کار اخیستل کیږي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې ویلي وو چې په افغانستان کې څلویښت زره شرکتونه فعالیت کوي که لس زرو یې مالیه نه ده ورکړې او یا له جواز پرته فعالیت کوي.

اوسمهال په افغانستان کې له ۴۰ زرو ډیر شرکتونه فعالیت کوي چې د آیسا د مشر په وینا شاوخوا ۱۰۰۰۰ یې هغه شرکتونه دي چې ماليه نه ورکوي او د کار کولو جوازونه لري خو ګټه ترې نه اخلي.

ورته مطالب