د پېسو وینځلو مخنیوي قانون مسوده ولسي جرګه کې

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان د سوداګرۍ وزارت له قانون جوړونکو بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې ژر د پېسو وینځلو د مخنیوي قانون مسوده تصویب کړي.

د پیسو وینځلو د مخنیوي قانون مسوده نن ( شنبه مې ۲۴ ) د تصویب لپاره ولسې جرګې ته وسپارل شوه. دغه مسوده اته فصلونه او ۴۵ مادې لري.

ولسي جرګې هغه دوې طرحې له ټاکلي وخت سره سمې لا هم نه دي تصویب کړي، چې د پېسو پر وینځلو د څار نړیوال بنسټ یې غوښتنه کړې وه او له همدې امله چینايي بانکونو له افغانستان سره پر ډالرو راکړه ورکړه بنده کړې ده.

د پېسو پر وینځلو د څار نړیوال بنسټ، ایف ای ټې ایف د افغانستان حکومت ته ۶ ورځې وخت ورکړی، چې دغه قانون تصویب کړي.

دغه بنسټ چې مرکز یې په پاریس کې دی، د پېسو له وینځلو سره د مبارزې لپاره هغو هېوادونو ته معیارونه ټاکي چې د دغه بنسټ اصول یې منلي وي.

افغانستان هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د دغه بنسټ پرېکړه لیک یې لاسلیک کړی دی.

که چېرې دغه قانون تصویب نه شي داسې وېره هم شته، چې ښايي دغه بنسټ افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي، چې په تور لیست کې دي.

د عدلیې وزارت سرپرست سید یوسف حلیم، چې ولسي جرګې ته د دغې طرحې د ورپېژندلو لپاره ورغلی و، وویل پخوا د دغه قانونو طرحې ۱۲ فصلونه او ۷۵ مادې لرلې د انتقالي دولت پرمهال د دغه قانون مادې د ولسمشر کرزي د یوه ځانګړي فرمان له مخې راکمې شوې.

ښاغلی حلیم وايي، د نوې قانون په مسوده کې ځینې داسې موارد شته، چې په پخواني هغه کې نه وو. نوموړې زیاته کړه چې هیله یې د دغه قانون تصویبېدل دي.

' د نوې طرحې لومړۍ ځانګړتیا داده، چې په دغه قانون کې د مجازي بانکونو فعالیت منع شوی دی، چې په پخواني قانون کې دوی ته د فعالیت جواز ورکول کېده. پر بانکي اړیکو لازم محدودیتونه وضع شوي دي، چې په تېر قانون کې دغه محدودیتونه ډېر لږ وو'.

بل لور ته د افغانستان د سوداګرۍ وزارت له قانون جوړونکو بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې ژر د پېسو وینځلو د مخنیوي قانون مسوده تصویب کړي.

دغه وزارت وايي، که چېرې دغه مسوده له ټاکلي وخت سره سمه تصویب نه شي، داسې وېره شته، چې د نورې نړۍ هېوادونه له افغانستان سره پر ډالرو د سوداګریزو توکو راکړه ورکړه بنده کړي.

پنځه اونۍ

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي وایې، افغان دولت د دې موضوع په اړه ډېره اندېښنه لري.

' موږ ډېر لږ وخت لرو او د دې موضوع لپاره یوازې سوداګرۍ وزارت اندېښمن نه دی، بلکې ټول ورته اندېښمن دي.

موږ دا غواړو چې ژر تر ژره قانون جوړونکي بسټونه دغه قانون تصویب کړي، ځکه داسې وېره شته، چې خدای مکړه زموږ پېسې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له منځه لاړې نه شي.

د دې لپاره، چې زموږ سوداګر اسانتیاوې ولري، باید له دغه فرصت نه ګټه واخیستل شي اودغه قانون تصویب شي.

له شکه پرته په تېرو دوو میاشتو کې د افغان دولت او دافغانستان بانک اندېښنه دا وه، چې دغه قانون باید له قانوني پړاونو تېر شي او د ملي شورا له تصویبه وروسته، د ولسمشر توشیح ته لاړ شي. موږ همدا غواړو چې دغه قانون ژر تصویب شي'.

چینايي بانکونو وروسته له هغه د افغانستان له بانکونو سره د ډالرو راکړه ورکړه ودروله، چې ولسي جرګې د پیسو سپینولو (مینځلو) د مخنیوي قانون مسوده ژر تصویب نه کړه.

ورته مطالب