اشرف غني ضیا مسعود ته یوه لوړه څوکې منلې

Image caption احمد ضیا مسعود د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې د زلمي رسول ملاتړ کاوه او لومړی مرستیال یې و.

د افغانستان ولسمشرۍ ته کاندید اشرف غني احمدزي له احمدضیا مسعود سره هوکړه کړې، چې په ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته به نوموړي ته د یوه ځانګړي فرمان له مخې د حکومت د اجرايوي مشر څوکۍ ورکړي.

د هوکړې له مخې به ښاغلی مسعود د اقتصادي شورا مشري په غاړه لري.

ښاغلي احمدزي په دغه هوکړه کې دا هم ویلي، چې د اساسي قانون له دویمې تر ۶۰ مادې پورې به په قانون کې تعدیل راولي او د مرستیالانو شمېر به هغو له واکونو سره سم زیاتوي.

له کابله حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې وايي احمدضیا مسعود، چې د شمالي ټلوالې له مهمو څیرو او په تېر کې د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال پاتې شوی، په رسمي ډول هغه هوکړه لیک رسنیو ته په ډاګه کړ، چې له مخې یې د ولسمشرۍ له کاندید اشرف غني احمدزي سره یوځای شوی دی.

په دغه څلور ماده ییز هوکړه لیک کې ویل شوي، چې که اشرف غني احمدزی په ټاکنو کې بریالی کېږي، نو لومړنی ګام به یې دا وي، چې احمدضیا مسعود ته به د یوه ځانګړي فرمان له مخې د اجرايوي حکومت مشري ورکوي چې د وزیرانو شورا اقتصادي کمېټه به یې هم په اډانه کې راځي.

ښاغلی احمدزی وايي، د بریالیتوب په صورت کې به راتلونکی حکومت د احمدضیا مسعود په ګډون په ګډه مخ ته بیايي.

اشرف غني احمدزي وویل " هم ښاغلی جنرال صیب دوستم، هم ښاغلی دانش او هم زه یو ځل بیا ژمنه کوو، چې زموږ لومړی تقنیني فرمان به د اجرایوي پوست رامنځ ته کول وي، چې دکابینې اقتصادي کمېټه به رهبري کوي. فرمان یوه وسېله ده، اصلي ټکی دا دی، د همکارانو ترمنځ اخلاقي باور او اخلاقي ژمنه موجوده وي. "

په هغه هوکړه کې، چې اشرف غني احمدزی او احمدضیا مسعود پرې سلا شوي راغلي، چې اشرف غني احمدزی به په ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته د اساسي قانونه په ځینې مادو کې تعدیل راولي او د ولسمشر د مرستیالانو شمېر به ډېروي.

ځینې داسې باور کوي، چې د اشراف غني احمدزي په ټیم کې د تاجک ټبرو ونډه کمرنګه ده ځکه نو نوموړی هڅه کوي چې د مهمو څیرو په جذبولو دغه تشه ډکه کړي.

احمدضیا مسعود هم وايي، کوښښ کوي قومي جوړښتونو په سیاسي هغو بدل کړي.

نوموړي وویل "تر هغه چې قومي جوړښتونو د سیاسي جوړښتونو ځای ونه نیسي، ډیره ګرانه به وي، چې موږ یوه سیاسي ټولنه ولرو. دا چې زموږ هېواد دبدلون او پرمختګ په حال کې دی، نو دا ډېره مهمه ده، چې یوه مهم ټولنیز بدلون هم ولرو او موږ باید ملي فکر وکړو او د دې کار لپاره د افغانستان ټولې مهمې سیاسې څټې یو بل ته لاس ورکړي."

د دواړو لور په هوکړه کې ټینګار شوی، چې د دوی یو والی سیاسي او لنډ مهالی نه دی، بلکې موخه یې دا ده، چې د دوی په باور په ټولو اړخونو کې سیاسي مشارکت او ولسواکي پیاوړې کړي.

احمدضیا مسعود د افغانستان د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې د زلمي رسول لومړی مرستیال و.

ښاغلي رسول په دویم پړوا کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي.

ورته مطالب