"معلولینو ته د هغوی حقونه نه دي رسیدلي"

د انځور حقوق Getty
Image caption دغه مشارکت له حکومت غواړي، چې د معلولینو ستونزو ته دحل لارې پيدا کړي

د افغانستان د ازادو رسنیو د مشارکت په نوم بنسټ پر افغان حکومت تور پورې کړی چې معلولینو ته د هغوی د حقونو په ورکولو کې پاتی راغلی.

د دغه بنسټ په یوه تازه رپوټ کې راغلي، چې حکومت یواځې صفر اعشاریه دوه سلنه معلولینو ته په دولتي ادارو کې کاري زمینه برابره کړې، خو د قوانینو له مخې حکومت باید په دولتي ادارو کې درې سلنه معلولینو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

د معلولینو لپاره د زده کړو پروګرامونو نشتوالی، وزګاري او معلولینو ته په ټولنه کې په سپکه سترګه کتل هغه مهم اړخونه دي، چې د ازادو رسنیو مشارکت په خپل رپوټ کې پام ورته کړی دی.

دغه مشارکت له حکومته غواړي، چې د معلولینو ستونزو ته دحل لارې پيدا کړي. زموږ همکار حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې لیکي، چې د افغانستان د ازادو رسنیو د مشارکت په نوم بنسټ خپل رپوټ په شاوخوا ۲۰ ولایتونو کې له نژدې ۱۰۰ معلولینو سره دمرکو پر بنسټ جوړ کړی دی.

د دغه بنسټ د رپوټ له مخې ډېرو مرکه شویو معلولینو ورته ویلي، چې حکومت د دوی ژوند ته سم پام نه کوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو دمشارکت بنسټ له حکومت غوښتنه کوي، چې د معلولینو دستونزو د هواري لپاره دې د معلولينو د حقونو او امتيازاتو قانون پلی کړي.

د انش کړو خیل، چې د دغه بنسټ یو غړی دی وايي، حکومت ان په قانون کې د هغو معلولینو بیخي یادونه نه ده کړې چې له مېندو معلول پيدا شوي وي.

د رپوټونو له مخې، په افغانستان کې نژدې ۸۰۰ زره معلولین شته او دغه هېواد نژدې دوه کاله وړاندې د معلولینو دنړیوال کنوانسیون غړیتوب هم تر لاسه کړ.

هغه مهال چارواکو تمه ښووله، چې په دغه کنوانسیون کې د افغانستان غړیتوب به دې ته زمینه برابره کړي، چې نړیوال او ملي بنسټونه د معلولینو د ژوند کچې ښه کېدو ته پام وکړي، خو داسې ښکاري چې لا هم د افغانستان دمعلولینو په ژوند کې مثبت بدلون نه دی راغلی.

ورته مطالب