بدخشان: ۲۴ برمته شوي پولیس خوشي شوي دي

د انځور حقوق
Image caption اوس عملیات درېدلي، ټول امنیتي ځواکونه لارښوونې ته منتظر او د تیارسئ په حالت کې دي. ګل محمد بیدار

د بدخشان ځايي چارواکي د یُمګان ولسوالۍ د ۲۷ سرتېرو او کارکوونکو له ډلې ۲۴ یې راخوشي شوي چې څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو له خوا پر دغې ولسوالۍ د برید پرمهال نیول شوي وو.

د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار بي بي سي ته وویل دغه کسان نن سهار ( مې ۲۵ ) د قومي مشرانو په منځګړيتوب خوشې شوي خو د هغوی درې قومندانان لا هم د طالبانو په ولکه کې دي.

'ټول ۲۷ کسان اسیران وو،چې درې تنه قومندانان یې اوس هم اسیران دي او ۲۴ تنه نور چې سرتېري او کارکوونکي وو، د سیمې مشرانو په همکارۍ خوشي شوي او خپلو کورنو ته تللي دي. نور ځواکونه د خپلو اړوند وزارتونو لارښونې ته منتظر دي او اوسمهال نښته ولاړه ده.'

له دې مخکې د جمعې په ورځ ښاغلي بیدار بي بي سي ته ویلي و، د یمګان ولسوالي یې د یولړعملیاتو په ترڅ کې له طالبانو بېرته نیولې، چې په وینا یې شاوخوا شل طالبان پکې وژل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د بدخشان امنیه قومندان فضل الدین عیار بي بي سي ته ومنله، چې ۲۷ پولیسپه یوې سمڅې کې تر کلابندۍ وروسته طالبانو ته د سیمې د سپین ږیرو په منځګړیتوب تسلیم شوي دي.

د امنیې قومندان په خبره، په یمګان ولسوالۍ کې شاوخوا دوه درې سوه طالبان دي، چې په خبره یې دغه ولسوالي له جرم ولسوالۍ نژدې ۲۲ کیلومتره لیرې ده، چې مخکې یې لاره تړل شوې وه.

یمګان څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو ونیوله خو تیره ورځ د افغان ملي اردو او ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې دغه ولسوالۍ تصفیه شوه.

ځايي چارواکي وایي د بدخشان په دوه نورو ولسوالیو جُرم او کران و منجان کې د تصفیوي عملیاتو لپاره افغان ځواکونه د تیارسي په حال کې دي.

ورته مطالب