د نوماندانو ملاتړ نوی رنګ خپل کړی دی

Image caption ناصر قام چې د کوچیتوب مخینه لري ادعا کوي چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې نژدې یو میلون وګړي لري.

د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو لپاره د مخکښو نوماندانو ملاتړ نوی رنګ خپل کړی دی.

اوس د سترو غونډو پر ځای د یو شمېر قامونو مشران او د ټولنې اغېزناکې څېرې له دوو مخکښو نوماندانو څخه یوه ته ورځي او ملاتړ یې اعلانوي.

وروستۍ بېلګه یې د ناصر قام د مشرانو راټولیدل بللی شو چې د اشرف غني احمدزي ملاتړ یې اعلان کړ.

بله غاړه د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي او د ملي شورا یو شمېر غړو ژمنه وکړه چې په دویم پړاو ټاکنو کې به د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي.

مصطفی سالک په خپل رپوټ کې لیکي، نن سبا د افغانستان د تلویزونو پر پردو د ټاکنیزو منډو ترړو رنګ د ولسمشریزو ټاکنو د لومړي پړاو په څېر نه دي.

سترې غونډې نه تر سترګو کیږي، بلکې د یو شمېر قامونو مشران او ځینې اغېزناکې څېرې دوو مخکښو نوماندانو ته ورځي او د خپل ملاتړ ډاډ ورکوي.

ښايي وروستۍ بېلګه یې د دغه هېواد د ناصرو قام د مشرانو ټولیدل وي چې په یوه ناسته کې یې د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

د ناصرو قام مشر نجیب ناصری وویل د اشرف غني احمدزي تګلارې او د پلي کیدا لپاره یې د هغه عملي کړنلارې خوښې شوې او اوس يې ملاتړ کوي. ښاغلي ناصري د ښاغلي احمدزي اقتصادي تګلاره ډیره وستایله او هغه یې ددې برخې یو نړیوال کارپوه وباله. د یاد شوي ټبر یو بل مشر ژمنه وکړه چې ښاغلي احمدزي ته به ۱۵۰۰ څارونکي هم ورکړي.

ناصر قام چې د کوچیتوب مخینه لري ادعا کوي چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې نژدې یو میلیون وګړي لري.

بله غاړه د ولسمشر حامد کرزي ورور او افغان پانګوال محمود کرزي د بل مخکښ نوماند عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړه،هغه هم وویل، چې ګواکې د ښاغلي عبدالله د ښو تګلارو پر بنسټ ورسره ملګری شو.

سربېره پر دې د ملي شورا د دواړو جرګو یو شمېر غړو هم په يوه غونډه کې د ښاغلي عبدالله د ملا تړلو اعلان وکړ.

په تېرو څو ورځو کې دواړو سیالو غاړو ته د یو شمېر قامونو مشران او اغیزناکې څیرې ورغلي او د هغوی ملاتړ یې کړی دی.

خو په رسنیو کې او ټولنه کې ډیرې تودې خبرې د جهادي قومندان احمد شاه مسعود د ورور احمد ضیا مسعود له نامه سره تړلې وې چې اوړمه ورځ یې د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ او ښاغلي احمدزي ژمنه وکړه چې د بریالیتوب په حالت کې به په اساسي قانون کې بدلون راولي او د حکومت د اجرایي مشرۍ نوې څوکۍ به ښاغلي مسعود ته ځانګړې کوي.

بله غاړه د ارګ د اعلامیې له مخه دامریکې ولسمشر بارک اوباما چې تېره شپه په ناڅاپي سفر د باګرام پوځي اډې راغلی و په تیلفوني خبرو کې یې د افغان ولسمشر ته د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړي پړاو او ولایتي شوراګانو د بریالۍ تر سره کیدنې مبارکي ویلې او هیله یې څرګنده کړې چې د ولسمشرۍ دویم پړاو هم په بریالیتوب تر سره شي.

ولسمشر کرزي ښاغلي اوباما ته ویلي دي چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به د اګست پر ۲ تر سره شي. ښاغلي کرزي په دغو مراسمو کې د امریکې د استازیتوب غوښتنه هم وکړه.

ورته مطالب