هلمند: برید کې د ۱۱ شکمنو وسله والو وژلو ادعا

د انځور حقوق
Image caption دا برید تېره شپه شاوخوا نهه بجې د موسی کلا ولسوالۍ د مشهدانو کنډو سیمه کې شوی.

افغان امنیتي چارواکي وايي، په سوېلي ولایت هلمند کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۱ شکمن وسله وال وژل شوي دي.

د هلمند ولایت چارواکي وايي، دا برید تېره شپه شاوخوا نهه بجې د موسی کلا ولسوالۍ د مشهدانو کنډو سیمه کې هغه مهال شوی، چې په وینا یې وسله والو طالبانو پر یو شمېر امنیتي پوستو د برید نیت درلود.

د دوی په وینا په دغه برید کې دوه وسله وال ټپیان شوي هم دي.

وسله والو طالبانو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو رسنیو ته یې په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، چې د هلمند ولایت سیمه ییزو حکومتي چارواکو د سنګین ولسوالۍ د یو شمېر کلیو اوسېدونکو ته خبر ورکړی، چې له خپلو سیمو ووځي او نورو سیمو ته ولاړ شي.

له سیمې نه راپورونه وايي، چې په دې سیمه کې وسله وال طالبان فعال دي او ښايي حکومتي ځواکونه پکې د عملیاتو پلان لري.

بل لور ته د زابل ولایت چارواکي وايي، د هغو اوو تنو پولیسو مړي لا هم له هغې سیمې نه دي لېږدول شوي، چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د وسله والو لخوا پکې وژل شوي وو.

چارواکي وايي، سره له دې چې په وار وار یې د قومې مشرانو په منځګړیتوب له وسلوالو غوښتي چې دغه مړې په لاس ورکړي خو لاهم د طالبانو له خوا مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

دغه پولیس کابو درې اونۍ وړاندې د وسله والو لخوا تښتول شوي وو، چې وروسته یې ووژل.

د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار بي بي سي ته ویلي، چې د دغو سیمه ییزو پولیسو مړي د شینکۍ او نوبهار ولسوالیو تر منځ د لودیانو په سیمه کې پراته دي، خو وسله وال طالبان یې مرکز کلات ته د لېږد اجازه نه ورکوي.

ورته مطالب