کابل: دفاع وزارت پر کارکونکو ځانمرګی برید وشو

Image caption د کابل امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، د دوی د لومړنیو راپورونو له مخې دا یو ځانمرګی برید و.

د افغانستان پلازمېنه کابل نن له غرمې وروسته یوې درنې چاودنې ولړزوله.

چاودنه د دفاع وزارت پر کارکونکو د یوه برید پایله کې رامنځ ته شوه.

د کابل امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، د دوی د لومړنیو راپورونو له مخې دا یو ځانمرګی برید و چې نن ماسپښین درې بجې او پینځلس دقیقې په ملي بس څلورلارې سیمه کې د دفاع وزارت د کارکوونکو د لېږد پر بس موټر شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په وینا دا یو ځانمرګی برید و، چې وايي پایله کې دوه کارکونکي وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي، چې دا مهال د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره ډیلي ته تللی، دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دغه برید یې غیر اسلامي او غیر انساني عمل بللی.

بل لور ته د افغانستان کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد ایوب سالنګي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې د دوو ټپیانو روغتیايي حالت خواشینونکی دی، خو وايي ۵ نور برسیرن ټپیان دي.

د نوموړي په وینا برید ګر پر یوه موټرسایکل سپور و. برید د کابل ښار په ختیځ کې زمان خان کلا سیمه کې شوی.

کابل پولیس وايي، چاودنه د کابل ښار په ۱۶ مه امنیتي حوزه سیمه کې شوې او هدف یې هغه ګاډی و، چې د دفاع وزارت کارکونکي یې لېږدول.

د کابل پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته له دې مخکې وویل، داسې ښکاری، چې دا یو ځانمرګي برید و.

پېښه د ولسي خلکو مېشت ځایونو ته څېرمه شوې ده.

دغه سیمه کې د دفاع وزارت، فواید عامه وزارت او ملي امنیت یوه اړونده اداره هم موقعیت لري.

شېبه مخکې وسله والو طالبانو په یوه پیغام کې ویلي برید د دوی ملګرو کړی او وايي هدف یې د دفاع وزارت کارکونکي وو.

ورته مطالب