'تېر کال افغانانو نژدې دوه میلیارده ډالر بډې ورکړې'

Image caption ډېرو مرکه کوونکو ویلي چې له امنیتي ستونزو وروسته اداري فساد هغه ستره ستونزه ده چې دوی ورسره مخامخ دي.

د افغانستان د روڼوالي د څار ادارې وروستۍ موندنې ښيي چې په تېر یوه کال کې افغانانو بېلابېلو ادارو ته نژدې دوه ملیارده ډالره بډې ورکړې دي.

په دغه نظر پوښتنه کې د نژدې اته زرو نارینه او ښځینه وو سره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې مرکې شوې.

ډېرو مرکه کوونکو ویلي چې له امنیتي ستونزو وروسته اداري فساد هغه ستره ستونزه ده چې دوی ورسره مخامخ دي.

په کابل کې محمود کوچی پخپل راپور کې وايي، دغه نوې ارزونه ښيي چې په افغانستان کې له عدلي او قضايي څانګو وروسته پولیس هغه بله اداره ده چې خلک په کې له فساده تر پوزې رسېدلي دي، دا رنګه د پوهنې او روغتیا برخې هغه نورې دي چې دریم او څلورم مقامونه یې اخیستې دي.

افغان چارواکو په تېر کې هم د پراخه فساد شته والی منلی و، خو دا هوډ یې هم څرګند کړی و چې د دغو درغلیو د مخنیوي لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

د افغانستان د روڼوالي د څار اداره چې په هرو دوو کالو کې د فساد او له هغه سره د مبارزې په څرنګوالي رپوتونه چمتو کوي، وايي که څه هم دغلته په دولتي ادارو کې د خدمتونو په وړاندې کولو کې پام وړ پرمختګ شوي، خو فساد هم په هماغه کچه پراخه شوی دی.

د فساد یوه بڼه په ادارو کې د بډو اخیستنه ده چې تر ډېره یې د افغان کورنیو پر اقتصاد سیوری غوړولی دی.

د بډوټیټه کچه

د دغې نوې ارزونې له مخې دوه کاله وړاندې د بډو ټیټه کچه ۱۹۰ ډالره وه چې اوس دغه څه ۲۴۰ امریکايي ډالرو ته لوړه شوې ده.

د انځور حقوق
Image caption په دغه نظر پوښتنه کې د نژدې اته زرو نارینه او ښځینه وو سره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې مرکې شوې.

په افغانستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو او دغلته د بهرنیو ځواکونو د دیارلس کلن حضور سره، سره بیا هم د دغه هېواد خلک داسې وايي چې پرته له بډو د دوی چارې په دولتي ادارو کې نیمګړې پاتې کیږي.

په دغه هیواد کې له قانونه د مفسدینو تېښته او معافیت او د مجازاتو او مکافاتو نشتوالی هغه څه دي چې د خلکو له نظره د فساد پراخېدو ته لاره هواره کړې ده.

د روڼوالي د څار بنسټ وايي چې په دې برخه افغان حکومت هم د زړه له تله هڅې نه دې کړې.

که څه هم افغان حکومت په وروستیو کلونو کې د فساد د مخنیوي لپاره ګڼې ادارې جوړې کړې، خو څېړونکي بنسټونه وايي چې دغه هڅې نه یوازې دا چې پام وړ نه وې، بلکې د دوی له نظره فساد ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی.

ورته مطالب