د کندهار له سیمه ییزې ادارې سره د خبریالانو پرېکون

کندهار پرېس کلب - نښان
Image caption د کندهار د پریس کلب مشر سید سرور اماني په خبره نه یوازې دا چې پولیسو خبریالانو ته د پېښې د پوښښ اجازه نه ده ورکړي سپکې سپورې ورته ویلې او هغوی یې ګواښلي.

په کندهار کې مېشتو خبریالانو د سیمه ییزې ادارې د مثبتو خبرونو له خپرولو سره له دې کبله پرېکون اعلان کړی، چې په وینا یې رسنۍ سانسور کوي او یوازې د ځان په ګټه د تبلیغاتي وسیلې په توګه کارول یې غواړي.

په کندهار کې مېشتو خبریالانو له سیمه ییزې ادارې سره د سې شنبې په ورځ (غبرګولی ۶/مې ۲۷) د یوې غونډې پرمهال د احتجاج په توګه د مثبتو خبرونو د نه خپرولو پریکون وکړ.

خبریالان وایي، سیمه ییزه اداره هڅه کوي رسنۍ سانسور کړي او یوازې د خپل ځان په ګټه د تبلیغاتي وسیلې په توګه یې وکاروي.

په کندهار کې د (نی) د سیمه ییز ادارې مشر عبدالسمیع غیرتمل وایي، په وار وار یې د خبریالانو له خوا شکایتونو ترلاسه کړي، چې چارواکي نه یوازې پر وخت مالومات نه ورکوي، بلکې له خوا یې ګواښل شوي هم دي.

ښاغلی غیرتمل وایي، وروستۍ بېلګه یې دوې ورځې وړاندې د پولیسو له خوا یوشمېر خبریالانو ته سپکې سپورې ویل او په ټوپک او تومانچې د هغوی ګواښل وو.

د کندهار د پریس کلب مشر سید سرور اماني په خبره نه یوازې دا چې پولیسو خبریالانو ته د پېښې د پوښښ اجازه نه ده ورکړي سپکې سپورې ورته ویلې او هغوی یې ګواښلي.

د ښاغلي اماني په وینا، په همدې ورځ د کندهار د میرویس روغتون د معلوماتو د څانګې نوکریوال ډاکټر د شمشاد تلویزیون له خبریال سره د مالوماتو د غوښتلو پرمهال غیر مسلکي چلند کړی او سپکې سپورې یې ورته ویلې.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د کندهار پریس کلب د کندهار مېشتو خبریالانو په استازیتوب ددغه ولایت له سیمه ییز ادارې سره د هرډول مثبت خبر د نه خپرېدو پرېکون اعلان کړ.

په غونډه کې دا هم وویل شول، تر هغو چې سیمه ییزې ادارې د خبریالانو مشروع او حقوقي غوښتونو ته مثبت ځواب نه وي ویلی، ددوی دغه احتجاج به روان وي.

پرهمدې مهال، د هلمند او زابل د خبریالانو ټولنو د کندهار د سیمه ییزو چارواکو ناوړه چلند د خبریالانو پر وړاندې په سختو ټکو غندلی او له مرکزي چارواکو یې غوښتې چې د دا ډول ستونزو په هوارولو کې منځګریتوب وکړي.

که څه هم ولسمشر کرزی د رسنیو ازادي د خپلې لس کلنې کاري دورې تر ټولو لویه لاسته راوړنه یادوي، خو سیمه ییز چارواکي ددغې لاسته راوړنې په اوبو د لاهو کولو په هڅو تورن شوي.

ورته مطالب