د افغان- ترکمن ګډې پولې د بې ثباتۍ په اړه اندېښنې

د انځور حقوق
Image caption څه موده وړاندې له ترکمنستان سره پر ګډه پوله په فاریاب ولایت کې وسله والو د دغه هیواد پر سرحدي ځواکونه برید وکړو او څو سرتیري یې ووژل.

د افغانستان ګاونډي ترکمنستان د دواړو هېوادونو ترمنځ پرګډه پوله د وسله والو ډلو د فعالیت له امله اندېښنه ښوولې ده.

د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې افغان دولت دې ددغو وسله والو ډلو د ځپلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

په فاریاب ولایت کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر ګډه پوله د وسله والو ډلو فعالیت د ترکمنستان یو لوړ پوړی چارواکی اړ کړ چې افغانستان ته راشي او په دې برخه کې خپله اندېښنه له افغان دولت سره شریکړه کړي.

افغانستان او ترکمنستان شاوخوا ۳۶۵ کیلومتره ګډه پوله لري، خو په دې څو وروستیو کلونو کې څو ځله وسله والو ډلو پر افغان او ترکمن سرحدي ځواکونه بریدونه کړي.

د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال رشید مرادوف چې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر هم دی په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر ګډه پوله د امنیتي وضعیت له امله اندیښنه ښولې او غوښتنه یې کړې چې افغان دولت په سرحدي سیمو کې د وروستیو بریدونو په اړه څیړنه وکړي او مجرمین د قانون منګلو ته وسپاري.

د فاریاب والي محمد الله بتاش وايي په سرحدي سیمو کې د طالبانو پورې اړوند وسله والې ډلې شته چې کله کله امنیتي ستونزې رامنځته کوي:

''ځینې سیمې شته، ځیني ګډې سیمې دي، چې موږ یې لرو په هغو سیمو کې مال لرونکي کوچیان دي، چې په هغو سیمو کې د طالبانو بېلې ډلې ګرځي راګرځي او د ترکمنستان سرحدي ځواکونو د ځور او اذیت لامل کېږي''.

ښاغلی بتاش دا مني چې په سرحدي سیمو کې د بهرنیو وسله والو د فعالیت په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي. داسې اندیښنې شته چې د ازبکستان د اسلامي تحریک وسله وال د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې فعالیت کوي او خپل پام یې د منځني اسیا هیوادونو سره د افغانستان ګډو پولو ته اړولی دی.

د فاریاب والي وايي ددغو ډلو د ځپلو لپاره یې له مرکز څخه د زیاتو سرحدي ځواکونو غوښتنه کړې خو تر اوسه په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته شوی:

Image caption افغان ولسمشر د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال ته ډاډ ورکړی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر ګډه پوله به د افغان امنیتي ځواکونه شمیر زیات کړل شي.

''هغه تشکیل چې موږ یې دلته د پولې ساتنې لپاره لرو بسنه نه کوي، د سرحدي ځواکونو یو کنډک باید زیات شي، دغه ځواکونه باید نور په تجهیزاتو سمبال شي. په ځانکړې توګه موږ هوايي ګزمې نه لرو. متاسفانه موږ څو ځلې په دې اړه خپلې ستونزې مرکز ته رسولې دي. په دا وروستیو کې یې راته ویلي، چې سرحدي ځواک به مو ډېر کړو، چې تر اوسه پورې نه دي ډېر شوي او د هوايي ګزمې په اړه هم کوم اقدام نه دی شوی''.

د افغان ولسمشر له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي مرادوف د وسله والو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د دواړو هیوادونو د سرحدي امنیت د ګډ کمیسیون د غونډې غوښتنه کړې.

اعلامیه کې د جوزجان او فاریاب ولایتونو په سیمه کې له ترکمنستان سره پر ګډه پوله وسله وال فعالیتونه منظم بلل شوي او ښاغلي کرزي ویلي کیدای شي په دغو نا امنیو بهرنۍ لاسوهنې هم وي.

افغان ولسمشر د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال ته ډاډ ورکړی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر ګډه پوله به د افغان امنیتي ځواکونه شمیر زیات کړل شي.

ورته مطالب