د خاص روزګان د ۸ پوستو پولیس تښتېدلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption تښتېدلي پولیس، چې پر یوه قوم پورې اړه لري، وروسته تر هغه د کورنیو چارو وزارت په امر بې وسلې او ونیول شول، چې بهرني ځواکونه له اروزګان ولایت نه ووتل.

د اروزګان چارواکي وایي ددغه ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ لسګونو سیمه ییزو پولیسو خپلې پوستې وسلوالو ته پرېښې او دوی نامالوم لوري ته تښتېدلي دي.

د خاص اروزګان ولسوالۍ چارواکي وایي، دغو سیمه ییزو پولیسو پر حکیم شجاعي پورې اړه درلوده، چې د تېرې سې شنبې پر شپه یې خپلې اته پوستې پرېښې او نامالوم لوري ته تښتېدلي دي.

مامون درانی پخپل راپور کې وايي، عبدالحکیم شجاعي په خټه هزاره دی، چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې له څو کلونو راهیسې له بهرنیو پوځیانو سره د شخصي ملېشو په توګه کار کوي.

پر نوموړي تور و، چې د نورو قومونو سلګونه بې ګناه کسان یې وژلي دي.

د اروزګان امنیتي چارواکي وايي، شجاعي تر سلو ډېرې خپسلرې ملېشې ساتلې، چې یوه میاشت وړاندې د دوی له خوا بې وسلې او دوی یې ۲۷ کسان بندیان کړي وو.

د خاص اروزګان امنیه قومندان قاري نظر محمد وايي، دغه ۲۷ کسان یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب له دې کبله پرېښودل، چې د پولیسو په لیکو کې به خپلې سیمې ساتي.

خو د نوموړي په خبره، تېره شپه دغو کسانو له خپلو نورو ملګرو سره، چې شمېر یې تر سلو ډېر دی، خپلې وسلې او مهمات له ځان سره وړي او امنیتي پوستې یې پرېښې دي:

''دوی ۱۲۰ کسان دي، چې مخکې مو بندیان کړي وو، او په ضمانت مو بېرته خوشي او وسلې مو بېرته ورکړې، په پوستو کې مو ځای پرځای کړل خو ماخوستن تښتېدلي او له پوستو وتلي دي''.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې دغه پولیس چېرې تري تم شوي، خو امنیه قومندان وايي له طالبانو سره یې یوځای کېدل امکان نه لري؛ ځکه چې وړاندې د طالبانو پرضد ډېر جنګېدلي دي.

تښتېدلي پولیس، چې پر یوه قوم پورې اړه لري، وروسته تر هغه د کورنیو چارو وزارت په امر بې وسلې او ونیول شول، چې بهرني ځواکونه له اروزګان ولایت نه ووتل.

د دغو ملېشو پر مشر عبدالحکیم شجاعي ځینو مدني ټولنو او په ولسي جرګې کې د اروزګان ولایت د ځینو استازو له خوا تور و، چې د نورو قومونو سلګونه بې ګناه وګړي یې وژلي او په کابل کې د ځینو لوړپوړو چارواکو له ملاتړه برخمن و.

وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، شجاعي د خپلسرو ملېشو مشر بللی و او ویلي یې وو، چې هغه په هېڅ ډول له سیمه ییزو پولیسو سره اړیکي نه لري.

نوموړي دا هم ویلي وو چې پولیس د هغه د نیولو په هڅه کې دي.

ورته مطالب