غزني کې ماین چاودنې ملکي کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي، ټول وژل شوي کسان ملکي خلک دي.

په غزني کې چارواکي وایي د دغه ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې د ماینونو چاودنې پایله کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د غزني والي ویاند شفیق ننګ ساپي د دغې پېښې په اړه د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزي ته وویل:

' نن سهار د اتو بجو په مهال د غزني د ګېرو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د واده دوه فلاینګ کوچ موټرونه پر ماین ختلي چې له امله یی ۱۲ تنه وژل شوي دي، چې ټول ولسي وګړي دي'.

هغه وایي، په وژل شویو کې ۷ ښځې درې ماشومان او دوه نارینه شامل دي.

خو په ورته مهال د غزني امنیې قوماندان زړور زاهد وایي، په دغه پیښه کې اته ښځې اوڅلور نارینه وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره، دوی ته رسېدلي راپورونه ښیي چې د حکومت مخالفانو د ټاکنو ګډوډولو په موخه په کلیوالو سیمو کې ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

دسیمې یو اوسېدونکی محمد انور بیا وايي دغه چاودنه د پکتیکا ولایت په اړوند خربین سیمه کې شوې، چې په موټروکې سپاره کسان دګېرو ولسوالۍ د ښال په کلي کې واده ته راغلی وو، چې په لاره کې له اېښودل شوي ماین سره مخامخ شول او وايي، له امله یې ۱۴ تنه وژل شوي دي.

هغه وايي، ټپیان هم د پکتیکا خیرکوټ ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په خبره وژل شوي کسان، ۱۰ ښځې دوه ماشومان او دوه نارینه وو. د دغې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

ورته مطالب