د ولایتي شورا ګانو ټاکنو شکایتونو ارزونه پیل شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption د ولسمشرۍ دوو مخکښو نوماندانو هم نن خپلو ټاکنیزو منډو ترړو ته دوام ورکړی او له خپلو ځينو ملاتړ کوونکو سره یې لیدنې درلودې.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون نن ( شنبه غبرګولی ۱۰ مه - مې ۳۱ مه ) د ولایتي شوراګانو په تړاو د ثبت شویو شکایتونو د ارزولو علنې غونډې پیل کړې.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، د هرې هغې سیمې چې د رایو شمېرلو په بهیر کې یې درغلۍ شوې وي دوی به یې په تړاو کره ارزونه وکړي او رایې به یې بیا وشمېري.

بل خوا د ولسمشرۍ دوو مخکښو نوماندانو هم نن خپلو ټاکنیزو منډو ترړو ته دوام ورکړی او له خپلو ځينو ملاتړ کوونکو سره یې لیدنې درلودې.

په دی اړه وړانګه علیزۍ په خپل راپور کې کاږي، چې د ولایتي شوراګانو تر ټاکنو شاوخوا دوې میاشتې وروسته د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون نن د شنبې په ورځ په دې تړاو د ورسېدلو شکایتونو د ارزولو لړۍ پیل کړه.

د دغه کمېسیون د چارواکو په وینا د ولایتي شوراګانو د شکایتونو ارزولو لړۍ به د دغه کمېسیون له مهال ویش سره سمه روانه وي، چې وايي د روانې اونۍ د پنجشنبې تر ورځې به دوام وکړي.

د شکایتونو د ارزولو علني غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان د شمال ۵ ولایتونو د نوماندانو شکایتونه وارزول شول.

د ولایتې شوراګانو د نوماندانو ډېری شکایتونه د رایو شمېرلو په وخت کې د درغلیو په تړاو وو او وايي د هغوی رایې کمې کړای شوې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر ستار سعادت وایي دوی به خپله پوره هڅه وکړي چې د ټولو ثبت شویو شکایتونو ارزونه په سمه توګه وکړي او پایلې به یې د روان کال د غبرګولې په ۲۲ نیټه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.

بل خوا د ولسمشرۍ نوماندانو د ټاکنو دویم پړاو په ترڅ کې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني د عبدالله عبدالله په پلوي بدخشان ولایت ته تللی دی.

دغې غونډې ته سلګونه کسان ورغلي وو او خپل ملاتړ یې له عبدالله عبدالله سره اعلان کړ.

هغه د بدخشان له خلکو سره ژمنه وکړه که چېرته د دوی ډله بریالۍ شي، د دغه ولایت امنیت ته به ډېره پاملرنه وکړي.

همداراز د ولسمشرۍ نوماندانو د ټاکنو دویم پړاو په ترڅ کې د اشرف غني احمدزي لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د ټاکنیز کمپایین په موخه سرپل ولایت ته تللی و.

نوموړي د سرپل له خلکو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو په دویم پړاو کې دې هم لکه څنګه چې یې د ټاکنو په لومړي پړاو کې برخه اخیستې وه برخه واخلي.

همداراز په ختیځ کې د ۲۸ ټاکنیزو مرکزونو مشرانو بیا خپل ملاتړ له اشرف غني احمدزي سره اعلان کړ.

دغه راز په هرات کې هم یو شمېر دیني عالمانو او مذهبي مشرانو شورا او د ډاکترانو د ټولنې مشرتابه له اشرف غني احمدزي سره خپل ملاتړ اعلان کړ.

ورته مطالب