محمدي: که د پاکستان تېری دوام وکړي، ځواب ورکوو

د انځور حقوق MoI
Image caption په استجوابیه غونډه کې وکیلان په غصه ښکارېدل او ځینو یې په سخته لهجه له ورغلو چاروکو پوښتنې وکړې.

د افغانستان د دفاع وزیر وايي، ولسمشر حامد کرزي ورته امر کړی که د پاکستان له لوري پر سرحدي سیمو راکټي بریدونه دوام وکړي نو په ورته غبرګون دې لاس پورې کړي.

دفاع وزیر دغه څرګندونې د ولسي جرګې په هغې غونډې کې وکړې چې د ده تر څنګ د کورنیو چارو مرستیال وزیر او د ملي امنیت مرستیال هم ورغلي وو.

د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې د افغانستان پر لوري راکټي بریدونه، د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو امنیت او په یو شمېر ولایتونو کې وروستۍ نا امنۍ هغه څه وو چې په اړه یې د دغې جرګې غړو له ور بلل شویو چارواکو پوښتنې وکړې. لکه چې سمیع الله موسی زي له کابله په خپل رپوټ کې کاږي، د ولسي جرګې د شبنې ورځې استجوابیه غونډې د ملي دفاع او د کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رئیس ورغوښتی وو، خو د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئیس خپل مرستیالان ور استولي وو.

په دغې استجوابیه غونډې کې حاضر وکیلان په غصه ښکارېدل او ځینو یې په سخته لهجه له ورغلو چاروکو پوښتنې وکړې.

ځینو پر ولسمشر حامد کرزي نیوکې کولې چې د افغانستان پر خاوره یې د پاکستان له لوري د راکټي بریدونو په مخنیوي کې هېڅ هم نه دي کړي. خو نورو بیا د امنیتي چارواکو ورغوښتل او له هغو پوښتنې کول بې ځایه بلل.

خو د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي د وکیلانو د دغو پوښتنو په ځواب کې د ولسمشر حامد کرزي د هغه امر خبره وکړه چې ده ته یې کړی او هغه د متقابل عمل تر سره کولو ته تیاری دی.

"په خدای باور وکړئ، چې هغه(ولسمشر) وویل چمتوالی مو ونیسئ او ما د پاکستان له لومړي وزیر سره خبرې کړې دي. تاسې یې له لوی درستیز سرخه خبرې وکړې، که بریدونو همداسې دوام وکړ، زه امر درکوم تاسې د ورته اقدام لپاره چمتو اوسئ. نو تاسې له دې ډېر له موږ څه غواړئ؟ موږ وايو چې له پنځو-شپږ ورځو راهیسې مو چمتوالی پیل کړی دی".

خو داسې ښکارېده چې یو شمېر وکیلانو د دفاع وزیر پر دغو څرګندونو قناعت نه درلود، له همدې امله یې د اعتراض لپاره خپل غږ پورته کړ.

د ولسي جرګې ځینو غړو ویل، پاکستاني ځواکونه ځکه د افغانستان پر خاوره خپلو بریدونو ته دوام ورکوي چې افغان سرحدي ځواکونه اړینې وسلې او وسایل نه لري.

د کورنیو چارو مرستیال وزیر ایوب سالنګي دا ستونزه مني او وايي چې د سرحدي سیمو د امنیت ساتلو لپاره نورو ۱۳ زره سرتېرو ته اړتیا ده.

"موږ داسې پيشنها کړی، چې زموږ د ارزونو له مخې نژدې ۱۳ زره نورو سرتېرو ته اړتیا ده. د دې لپاره چې موږ د خپلو کورونو دروازې وتړو موږ ۱۳ زره نورو سرتېرو ته ضرورت لرو او موږ دغه وړاندیز د افغانستان د ملي امنیت شورا ته تللی دی".

ولسي جرګې ته ور بلل شویو چارواکو وویل، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه د ټولو امنیتي مسؤولیتونو پر غاړه اخیستلو ته تیاری نیسي نو دا ډول ستونزې را منځته کېدل طبیعي خبره ده. خو هغوی دا ډاډ هم ورکړ چې هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د ښارونو او ولایتونو او د راتلونکو ټاکنو امنیت ګډ وډ کړي.

خو د پاکستان پوځ وایي د دوی په امنیتي پوستو یې تر برید وروسته، له افغانستان پولې سره نېږدې ۱۴ جنګیالي وژلي دي.

د پاکستاني پوځ یوه لوړ رتبه افسر ویلي، د وسله والو یاغیانو یوه برخه د افغانستان له پولې باجوړ ته ور اوښتې، یو سرتېری یې وژلی او دوه تنه نور یې ټپي کړي دي.

د ده په وینا، د دې په غبرګون کې د پاکستان پوځ د جنګي چورلکو له لارې د یاغیانو مورچلې بمباري کړې دي.

ورته مطالب