کونړ کې د ناټو هوايي بريد ۱۸ وسلوال وژلي

Image caption وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښوولی

د افغانستان په ختیځ کې د کونړ ولایت چارواکي وايي، د ناټو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې لږ تر لږه اتلس وسلوال وژل شوي دي. د کونړ والي شجاع المک جلاله بي بي سي ته ویلي، دا برید د وټه پور ولسوالۍ په ګمبیر سیمه کې شوی، چې اووه تنه وسله وال پکې ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې په وژل شویو کې په سیمه کې د وسلوالو کوم مخکښ قوماندان هم شامل دی، که نه.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښوولی.

دا چې په دې برید کې ولسي وګړو ته زیان رسیدلی او که نه چارواکو په دې اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا بمباري په داسې وخت کې کېږي، چې په دې وروستیو کې پر دغه ولایت د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې یو ځل بیا لسګونه توغندي راتوغول شوي. تېره ورځ د ولسي جرګې ځینو غړو ویلي وو، چې پاکستاني ځواکونه ځکه د افغانستان پر خاوره خپلو بریدونو ته دوام ورکوي چې افغان سرحدي ځواکونه اړینې وسلې او وسایل نه لري.

د کورنیو چارو مرستیال وزیر ایوب سالنګي دا ستونزه منلې وه او داسې يې ویلي و، چې د سرحدي سیمو د امنیت ساتلو لپاره نورو ۱۳ زره سرتېرو ته اړتیا ده.

"موږ داسې پيشنهاد کړی، چې زموږ د ارزونو له مخې نژدې ۱۳زره نورو سرتېرو ته اړتیا ده.د دې لپاره چې موږ د خپلو کورونو دروازې وتړو موږ ۱۳ زره نورو سرتېرو ته ضرورت لرو او موږ دغه وړاندیز د افغانستان د ملي امنیت شورا ته تللی دی".

ورته مطالب